ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان په واوره ښويېدنه کې لسګونه تن لا هم بند پاتې دي

د بدخشان په واوره ښويېدنه کې لسګونه تن لا هم بند پاتې دي

author avatar
7 Mar 2012 - 17:10
د بدخشان په واوره ښويېدنه کې لسګونه تن لا هم بند پاتې دي
author avatar
7 Mar 2012 - 17:10

کابل – فيض اباد (پژواک ١٧ کب ٩٠): په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي په دې ولايت کې په واوره ښويېدنه کې د ايسارو کسانو د ژغورنې لپاره د ملي هڅو غوښتونکي شول او وايي، چې د ژغورنې ډلې تر دې مهاله ٤٤ مړي او اووه ټپيان له واورو راوېستلي دي.

 په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو يو شمېر استازو، نن په يوه خبري غونډه کې د کب په ١٥مه، د شُکي ولسوالۍ په ده پسين کلي کې د واورې د ښويېدو له امله اندېښنه څرګنده کړه او د ايسارو کسانو لپاره يې د دولت او ايساف د مرستو غوښتنه وکړه.

 په دې جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې ډاکټر نيلوفر ابراهيمي، په دې غونډه کې وويل چې په ټوليزه توګه په ٢٥ کورنيو پورې اړوند ١٩٩ کسان په دې کلي کې په واورو کې ايسار پاتې وو، چې تر دې مهاله ٤٤ مړي او اووه ټپيان له واورو راوېستل شوي دي.

 د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي، چې په ايسارو کسانو کې ١٠١ ښځې او ماشومان او ٩٨ نارينه شامل دي.

 ډاکټر ابراهيمي زياته کړه، چې درې ښځې او يو ماشوم له واورو نه روغ راوېستل شوي دي او د ژغورنې ډله هڅه کوي، څو نور کسان هم وژغوري.

 خو په جرګه کې د بدخشان د خلکو بل استازي څارنوال عبدالرووف وويل، چې ښايي په وارو کې نور پاتې کسان له منځه تللي وي.

 نوموړي وويل چې د حلقوي سړک نه بشپړېدل او د هغو هوايي ډګرونو نه بيارغونه، چې د داوود خان د حکومت پر مهال د بدخشان په ولسوالۍ کې جوړ شوي وو، د دې ناورين لامل شوي دي او دولت بايد د حلقوي سړک کار بشپړ کړي.

 هغه زياته کړه، چې د ١٢ ولسواليو مواصلاتي لارې د واورې د ورښت له امله په يوه کال کې د شپږو مياشتو لپاره تړلې وي؛ که چېرې د حلقوي سړک ستونزه هواره نه شي او يا د بدخشان ولسواليو هوايي ډګرونه بېرته فعال نه شي، د يخنۍ او واورې د ښويېدو له امله تلفات به لاپسې زيات شي.

 څارنوال عبدالرووف وويل چې له انساني تلفاتو سربېره زرګونه څاروي هم په دې ولايت کې د واورې د ښويېدو او د وښو د نه شتوالي له امله له منځه تللي دي.

 همدارنګه د بدخشان د والي مرستيال شمس الرحمن شمس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر دې مهال ٣٧ مړي او څلور ټپيان د شُکي ولسوالۍ په ده پسين کلي کې د خلکو او د فوکس موسسې د ژغورنې د ډلې له خوا له واورو راوېستل شوي دي.

 نوموړي وويل، چې په ټپيانو کې يو ماشوم او درې ښځې شاملې دي او زياته يې کړه، چې د درملنې په موخه د ولسوالۍ کلينيک ته لېږدول شوي دي.

 شمس زياته کړه، چې د دې کلي د ګاونډيو سيمو خلک د فوکس دفتر د ژغورنې له ٢٠ کسيزې ډلې سره، چې له تاجکستان څخه استول شوې، د خلکو په ژغورلو بوخت دي.

 د بدخشان والي د مرستيال په وينا، د فوکس دفتر ١٠٠ خېمې، د کور د وسايلو ٥٠ بستې، ١٠٠ ترپاله او يو ټُن خوراکي توکي د ولايت په مرکز کې چمتو کړي دي او د ملي دفاع وزارت د دوو چورلکو له لارې يې د شُکي ولسوالۍ زيانمنو کسانو ته لېږدوي.

 له بلې خوا د بدخشان ولايت له پېښو سره د مبارزې ادارې رييس ثناء الله اميري وايي، چې په دې ولايت کې تر دې مهاله په روان ژمي کې د واورې د ورښت او ښويېدو له امله د تلفاتو شمېر ٧٠ تنو ته رسېږي؛ خو په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي د تلفاتو شمېره ٢٢٨ تنه ښيي.

په کابل کې د امريکا سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د بدخشان د واورې ښوېيدنې د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږى په ښودلو سره ويلى، چې په بدخشان د واورې ښوېيدنې د پېښې له قربانيانو سره  د امريکا حکومت مرسته کوي.

خبرپاڼه زياتوي، دغه مرستې چې د امريکا د پراختيايي ادارې( USAID)   دطبيعى پېښو سره دمرستې د څانګې لخوا برابر شوي،خيمې او يو شمېر نور اړين توکي په کې شامل دي، د تاجکستان دکروغ ښار له لارې د يادې پېښې د قربانيانو له کورنيو ته رسوي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.