قلعه نو ( پژواک ١٧ کب ٩٠) : د بادغيس ولايت د ابکمري ولسوالۍ د محمد خان د کلي د ٨٠ کورونو له اوسېدونکو څخه اته تن، چې په واورو کې بند پاتې وو، د يخنۍ او سينه بغل له امله مړه شوي دي.
ددې کلي کورونه له پنځو ورځو راهيسې د واورې د ښوئېدو له امله تر واورو لاندې شوي او يو له بل سره يې ارتباطي لارې بندې شوې وې.
د محمد خان د کلي د سيمه ييزې شورا رييس سکندر د کب په ١٧مه د ټېلېفون له لارې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې موده کې د ياد کلي اته تنه اوسېدونکي د يخنۍ او سينه بغل له امله مړه شوي دي .
د هغه په وينا، په دې کسانو کې شپږ ماشومان او دوه نارينه شامل دي او که چيرې خلکو ته بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، د تلفاتو کچه به لوړه شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ٥٠٠ څاروي هم د يخنۍ له امله له منځه تللي دي.
د بادغيس د والي مرستيال عبدالغني صابري ددې کلي د تلفاتو پخلى وکړ ، خو کره شمېره يې په ډاګه نکړه .
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو پنځو ورځو کې هغوى د ملي اردو او ايساف په مشوره نيت درلود، څو د هوا له لارې ددې کلي اوسېدونکو ته مرستې ولېږدوي.
صابري وويل چې په دې کلي کې تلفات رامنځته شوي ، خو کره شمېره يې ورته نه ده معلومه .
سرچينې زياته کړه ، چې ټاکل شوې ده، تر سبا پورې د خېمو او خوراکي توکو په ګډون د بېړنيو مرستو لومړۍ برخه د ولايتي بيارغونې ډلې (پي آر ټي ) په مرسته د محمد خان کلي ته ولېږدول شي.









