فيض اباد (پژواک ۱۸ کب ٩٠): د واورې ښويېدو له پېښې څخه د بدخشان ولايت د شکي ولسوالۍ د ده پسين د اوسېدونکو د ژغورنې عمليات په داسې حال کې پاى ته ورسېدل، چې ٤٠ مړي او يو شمېر ټپيان يې له ځان سره درلودل.
د بدخشان والي شاه ولي الله اديب د پېښې له ځاى څخه د ټېلېفوني اړېکې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل،چې نن سهار (د کب ١٨مه) د ژغورنې عمليات پاى ته ورسېدل او په واورو کې بند پاتې کسان له واورو را ووېستل شول.
د ده په وينا،دغې پېښې ٤٠ تنه مړه او يو شمېر نور هم ټپي کړل، چې د ټپيانو له ډلې د ځينو يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او دغه اوه ټپيان د ملي اردو د يوې چورلکې په وسيله د فيض اباد ښار ولايتي روغتون ته ولېږدول شول.
اديب زياته کړه، چې د دغه کلي يو شمېر نور اوسېدونکي سرسري ټپيان شوي او د عامې روغتيا رياست او د فوکس دفتر د روغتيايي ټيم له خوا د پېښې په ځاى کې ساتل کېږي.
د بدخشان د والي مرستيال شمس الدين شمس هم له پژواک سره په خبرو کې تر واورو لاندې د بند پاتې شوو کسانو د ژغورنې د عملياتو له پاى ته رسېدو څخه خبر ورکړ.
د ده په وينا، دوى هڅه وکړه، چې د ژغورنې د عملياتو په پاى کې زيانمنو ته د هوا له لارې د ملي اردو د ځواکونو په مرسته د مرستو رسونه پيل کړي.
شمس څرګنده کړه، چې تر دې مخکې يې د ژغورنې د عملياتو په ترڅ کې د فوکس دفتر يوه اندازه ژمنۍ جامې، خېمې او ترپالونه له يوه روغتيايي ټيم سره ځاى پر ځاى کړې وو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، هغه کسان چې د عملياتو پر مهال له واورو را ووېستل شول،د فوکس دفتر لخوا په درول شويو خېمو کې ځاى پرځاى کېدل او د دفتر د روغتيايي ټيم لخوا يې درملنه کېده.
شمس زياته کړه، چې د ولسوالۍ د مرکز او ده پسين تر منځ يوولس ساعته پلې لاره ده او له همدې امله نه شي کولى پرته د هوا له لارې د پېښې له سيمې قربانيان بل ځاى ته ولېږدوي.
د بدخشان له پېښو سره د مبارزې رييس ثناءالله اميري پژواک ته وويل، چې د ژغورنې د عملياتو کار د ملي اردو د دوو چورلکو لخوا ترسره کېږي او تر دغو عملياتو وروسته به د مرستې رسونې کار ترسره کېږي.
نوموړي څرګنده کړه، چې په لومړي سر کې ٥٠٠ جوړې ژمنۍ جامې او سل بسترې د دغه ولايت د سرې مياشتې ادارې لخوا زيانمنو ته ولېږدول شوې او وروسته به هم سيمې ته خوراکي مرستې واستول شي.
د يادونې ده،د بدخشان ولايت د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په ده پسين په کې د څلوېښت تنو تر مړينې وروسته د ژمي د درېيو مياشتو په ترڅ کې په دغه ولايت کې د مړو شمېر ١٢١ او د ټپيانو ١١٢ تنو ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په ولسي جرګه کې د بدخشان استازې ډاکتر نيلوفر ابراهيمي په يوه خبري ناسته کې ويلي و ، چې په ټوله کې ١٩٩ تنه ، چې په ٢٥ کورنيو پورې اړوند دي، په دغه کلي کې تر واورو لاندې شوي، چې تر پرونه (د کب ١٧مه) ٤٤ مړي او اوه ټپيان له واورو څخه را وېستل شوي دي.










