منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۵ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د ختيځو ولايتونو د روان کال ترافيکي پېښو کې نږدې ٥زرو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

جلال اباد (پژواک ٢١ کب ٩٠): په ختيځو ولايتونو کې ځايي چارواکي وايي، چې د ١٣٩٠ لمريز کال په اوږدو کې د بېلابېلو ترافيکي پېښو له امله په دې سيمه کې نږدې پنځو زرو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ختيځو ولايتونو، کابل او سروبي ولسوالۍ د روغتيا او ترافيکو چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغو پېښو کې ٦٧١ تنه مړه شوي او ٤١٤٠ نور ټپي شوي دي.

دغه ارقام په داسې حال کې ورکول کېږي، چې په تېرو څلورو مياشتو کې له پاکستانه د ناټو د کاروانونو له بندولو وروسته ترافيکي پېښې کمې شوې، خو تېر کال دغه شمېره دوه زره درې سوه اويا تنو ته رسېده.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر بازمحمد شېرزاد د کب په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو دوولسو مياشتو کې د دغه ولايت بېلابېلو روغتونونو ته درې زره تنه د ترافيکي پېښو ټپيان او درې سوه مړي ور وړل شوي دي.

شېرزاد وويل، چې د تېر کال په پرتله دغه شمېره دوه برابره لوړه شوې ده.

نوموړى زياته کړه: ((د ترافيکي پېښو ستر لامل د زرنج موټرسايکلو زياتوالى دى، چې چلوونکو يې پخوا خرګاډي چلول.))

د عامې روغتيا رييس وويل، چې د کابل-جلال اباد، تورخم-جلال اباد او کونړ-جلال اباد پر لويو لارو د مسلکي چلوونکو کموالى، د ترافيکي اصولو نه مراعت، د چلوونکو حرص او سرعت، د دوو باردارو موټرو ترمنځ د دېرش متره فاصلې نه مراعت، تېز څراغونه، په ځينو موټرو د اشارو نشتوالى او د موټر سايکل سپرو له لوري د خولۍ نه پسرول هغه لاملونه دي، چې دغه پېښې يې زياتې کړې دي.

ډاکټر بازمحمد شېرزاد وويل، پورتني هغه ارقام دي، چې د ننګرهار د عامې روغتيا په رياست کې ثبت شوي دي.

د نوموړى په وينا، هغه مړه او ټپيان نه دي په کې شامل، چې ځايي ډاکترانو، کلينيکونو، خپلو کورنيو پېښور او يا هم د کابل روغتونونو ته لېږدولي دي.

د لغمان د ترافيکو مدير سمونيار عبدالصمد پژواک اژانس ته وويل، چې په ترافيکو مديريت کې د ١٣٩٠کال په اوږدو کې ١٣٦ پېښې ثبت شوې دي.

د هغه په وينا، په دغو پېښو کې، چې ډېرى يې د کابل-جلال اباد د لويې لارې په اوږدو او د قرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې، ٤٣ تنه مړه او ٩٣ نور ټپيان شوي دي.

د کونړ د عامې روغتيا رييس ډاکتر اسدالله فضلي پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې د ترافيکي پېښو له امله په تېر يوه کال کې اته تنه مړه او ٢٤٧ نور ټپيان شوي دي.

د کابل د سروبي ولسوالۍ د پوليسو د قرارګاه مرستيال حاجي چکه، چې په خدمتي بڼه په دغې ولسوالۍ کې د ترافيکو دنده هم ترسره کوي، پژواک ته وويل، چې په  له تېر يوه کال راهيسې يې څلور سوه پېښې ثبت کړې دي.

د هغه په وينا، په دغو پېښو کې ٣٢٠ تنه مړه او شاوخوا ٨٠٠ نور ټپي شوي دي.

د کابل جلال اباد د لويې لارې يوه کرولا چلوونکي اميرمحمد پژواک ته وويل، چې د ترافيکي پېښو د ډېرېدو ستر لامل د ناټو د نظامي کاروانونو له لوري د موټرو مخکې نه پرېښودل او بيا په يو دم خوشې کول دي.

نوموړى زياته کړه، چې له پاکستانه را روان زرګونه باردار موټر له دې وېرې، چې د مليونونو روپيو موټر او توکي يې زيانمن نه شي، قصداً په کوچنيو موټرو ورخيژي او هېڅ ډول ترافيکي اصول نه مراعتوي.

اميرمحمد زياته کړه، چې د لويو موټرو چلوونکي ډېرى چرسيان او يا بې خوبه وي.

د ميرزاعالم په نوم يوه بل چلوونکي پژواک ته وويل، چې خپل شخصي موټر نه لري او د موټر مالک ترې د ورځې دوه زره افغانۍ غواړي، دى اړ دى چې په چټګه ځغاسته کابل ته دوه پېرې وکړي، څو خپل ځان او د موټر مالک ته پيسې برابرې کړي.

د ننګرهار د ترافيکو مدير سمونوال غلام دستګير رحيمي پژواک اژانس ته وويل، چې د کال په لومړيو کې ترافيکي پېښې زياتې وې، خو په دې وروستيو کې ځکه ترافيکي پېښې راکمې شوې؛ چې له تورخمه د ناټو اکمالاتي کاروانونه نه راځي.

د هغه په وينا، د کموالي بل لامل يې دا دى، چې دوى د مرکز ترافيک په خدمتي بڼه په هغو ولسواليو کي ګومارلي، چې د کابل-تورخم لويه لار پرې راتېره شوې ده.

د ترافيکو مدير په ننګرهار کې د ترافيکو له کوچني تشکيل څخه شکايت وکړ.

غلام دستګير رحيمي وويل، چې د کورنيو چارو وزارت بايد د لويې لارې په پوليسو کې د ترافيک پوليسو تشکيل ور زيات کړي، ترڅو د پېښو مخه ونيول شي.

د لغمان د قرغيو ولسوالۍ د خروټو د کلي يوې اوسېدونکې زر بي بي، چې اتلس کلن زوى يې په ترافيکي پېښه کې له لاسه ورکړى وايي، چې نورخان زوى يې د کور يواځېنى سرپرست و.

هغې پژواک ته وويل: ((زوى مې سراچه چلوله، په سروبي کې تر ټېلر لاندې شوه او له شپږو سپرليو سره ځاى پر ځاى مړ شو.))

نوموړې زياته کړه، چې ټېلر چلوونکو ورته پيسې ورکولې، خو ځکه يې وانه خيستې چې د زوى شهادت يې خراب نه شي.

دغې مېرمنې وويل، اوس خپلو ماشومو يتيمانو ته، چې اته تنه دي، په سوال او ننواتو روزي پيدا کوي.

د يادونې ده، چې د عامې روغتيا وزارت تېر کال ژمنه کړې وه، چې له کابله تر تورخمه به د لويو لارو په اوږدو کې د تروما او جراحۍ کلينيکونه فعالوي، خو دغې ژمنې يې تر اوسه عملي بڼه نه ده خپله کړې.