چاريکار-پلخمري (پژواک ٢٢ کب ٩٠): سالنګ تونل ته څېرمه د واورې ښويېدو له امله يو تن خپل ژوند له لاسه ورکړ او د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست د دوو موټرو په ګډون يو شمېر نور وسايط تر واورو لاندې شوي دي.
دغه مطلب د سالنګونو د ساتنې او څارنې مشر جنرال رجب پژواک خبري اژانس ته څرګند کړ.
هغه وويل، چې دغه واورې ښويېدنې له تېرې شپې راهيسې تر نن سهار (د کب ٢٢مه) دوام درلود، چې په ترڅ کې يې يو چلوونکى مړ شوى او شپږ تنه نور، چې تر واورې لاندې شوي وو، وژغورل شول.
د پروان امنيه قوماندان محمداکرم بېګزاد پژواک اژانس ته وويل، چې پوليس د سالنګونو د ساتنې او څارنې له موظفينو سره يو ځاى د واورو په پاکولو کې بوخت دي.
بېګزاد زياته کړه، چې د واورې کچه زياته ده او ښايي سالنګ د درې يا څلورو نورو ورځو لپاره هم د ترافيکو پر مخ تړلى وي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له تېرې شپې تر اوسه شاوخوا ٢٥ برفکوچونه راغلي، چې يو شمېر بار وړونکي موټر يې هم لاندې کړي دي.
نوموړي د بار وړونکو موټرو شمېر ونه ښود، خو تاييد يې کړه، چې يو چلوونکى وژل شوى او تر واورو لاندې بند شوي، د نورو چلوونکو د ژغورلو هڅې روانې دي.
د پروان ولايت امنيه قوماندان پژواک ته وويل، چې دغه مهال بادکويه او توپان د سالنګ په داوړو غاړو کې دوام لري، چې د پاکولو چارې يې ټکنۍ کړې دي.
د ژمي په موسم کې، په سالنګونو کې تل د واورو او توپانونو له کبله پېښې رامنځ ته کېږي، چې ځيني وختونه ځاني مرګ ژوبله هم له ځانه سره لري.
تېر کال هم په سالنګونو کې د دا پېښو له امله مرګ ژوبله رامنځ ته شوه او په ١٣٨٨کال کې د سلواغې په ١٩مه په سوېلي سالنګ کې د برفکوچونو او تندو توپانونو له کبله شاوخوا ١٧٠تنه مړه او ١٢٥ نور ټپي شول.









