منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۷ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

په شمالي سالنګ کې واورې ښويېدنې دوه تنه مړه او لس ټپيان کړل

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

پلخمري (پژواک ٢٢ کب ٩٠): په شمالي سالنګ کې د واورې ښويېدنې له امله دوه تنه مړه او لس نور ټپيان شول او څو موټره تر واورې لاندې بند پاتې شوي دي.

 د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اسدالله شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې شپې راهيسې تراوسه (تر غرمې وروسته درې بجې) په شمالي سالنګ کې پنځه واورې ښويېدنې پاکې شوې دي؛ خو اوس هم لاره بنده ده.

 د نوموړي په وينا، د دغو واورو ښويېدنو له امله دوه تنه مړه او لس نور ټپيان شوي او څو موټره تر واورې لاندې شوي دي.

 شېرزاد زياته کړه، چې د پېښې ټپيان د بغلان ولايتي روغتون ته د لېږد په حال کې دي او پوليسو د سالنګونو د ساتنې د منسوبينو په مرسته پنځه موټره له واورې څخه راوېستلي دي.

 په همدې حال کې د سالنګونو د څارنې او ساتنې مشر جنرال رجب نن (د کب ٢٢مه) سهار پژواک ته وويل، چې په سوېلي سالنګ کې د واورې ښويېدنې له امله يو تن مړ شوى دى.

 د نوموړي په وينا، د واورې ښويېدنې پر مهال د ده موټر او د سالنګونې د څارنې او ساتنې د رياست د يو بل موټر په ګډون په واورې کې بند شول، چې د منسوبينو له خوا راووېستل شول.

 د پروان ولايت امنيه قوماندان محمد اکرم بېګزاد هم پژواک ته وويل، چې د پوليس ځواکونه د سالنګونو د ساتنې د منسوبينو په مرستې د واورې په پاکولو بوخت دي.

 د نوموړي په وينا، د واورو کچه زياته ده او ښايي سالنګ د درېيو يا څلورو ورځو لپاره د ترافيکو پرمخ تړلى وي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، له تېرې شپې تراوسه شاوخوا ٢٥ واورې ښويېدنې شوي او يو شمېر باروړونکي موټر تر واورو لاندې شوي دي.

 د ژمي په موسم کې، په سالنګونو کې تل د واورو او توپانونو له کبله پېښې رامنځ ته کېږي، چې ځينې وختونه ځاني مرګ ژوبله هم له ځان سره لري.

 په داسې حال کې چې تېر کال په سالنګونو کې د پېښو له کبله مرګ ژوبله رامنځ ته نه شوه؛ خو د ١٣٨٨کال د سلواغې په ١٩مه، په سوېلي سالنګ کې د واورو ښويېدنو او تندو توپانونو له امله شاوخوا ١٧٠ کسان ووژل شول او ١٢٥ نور ټپيان کړل.