جلال اباد (پژواک ٢٢ کب ٩٠): د نورستان چارواکي وايي، چې د واورې ښويېدنې له امله ١٥ کورونه تر واورو لاندې شوي او له امله يې ٤٥ تنه تر اوسه مړه شوي دي.
د دغه ولايت مرستيال والي قاضي محمدنبي احمدي د کب په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د منډول ولسوالۍ د پوشال او کړو په کليو کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په يادو کليو کې ١٥ کورونه تر واورو لاندې شوي او ٤٥ تنه مړه شوي، چې ډېر يې ښځې، ماشومان او سپين ږيري دي.
د نوموړي په وينا، پوليسو په سيمه کې له واورو څخه د مړو د را ايستلو لړۍ پيل کړې، خو زياته يې کړه، چې د وسايلو نشتوالي او د لارو بندښت دوى له ستونزو سره مخ کړي دي.
احمدي له حکومت او نړيوالو مرستندويه ټولنو وغوښتل، چې په دې برخه کې ورسره بېړنۍ مرستې وکړي.
د منډول امنيه قوماندان سمونوال عبدالغياث هم د پېښې پخلى وکړ او ويې ويل، چې په سيمه کې سخته واوره ورېږي او دوى د مړو د را ايستو په کار کې له ستونزو سره مخ دي.
نوموړى وايي، چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې ٧٠ سانتي متره واوره اورېدلې ده.
د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې په بدخشان ولايت کې هم د واورې ښويېدنې له امله ٥٥ تنه مړه شول.










