تالقان (پژواک ٢٣ کب ٩٠): د تخار سيمه ييز مسوولين وايي چې د سړې هوا له امله په تېرو درېيو ورځو کې څه باندې درې زره څاروي په دې ولايت کې له منځه تللي دي.
د تخار مرستيال والي احمد فريد ذکي په نننۍ (د کب ٢٣مه) بېړنې ناسته کې، چې د دې ولايت په مقر کې جوړه شوې وه، څرګنده کړه چې دا څاروي په درقد، خواجه بهاءالدين، بهارک، رستاق او چاه اب ولسواليو کې تلف شوي دي.
د هغه په وينا، دوی ته د رارسېدلو معلوماتو له مخې په درقد ولسوالۍ کې ١٠٠٠ څاروي، په بهارک کې ٨٠٠، په خواجه بهاءالدين کې ٢٥٠، په رستاق کې ٧٨ او په چاه اب ولسوالۍ کې ١٠٠٠ څاروي له منځه تللي دي.
ذکي زياته کړه، چې هغوى د نورو تلفاتو د مخنيوي په خاطر د بهارک او کلفګان ولسواليو له مالدارانو سره اووه ټنه علوفه مرسته کړې ده.
نوموړي په دې غونډه کې له کرنې وزارت څخه وغوښتل، چې د دې ولايت له مالدارانو او بزګرانو سره دې بېړنۍ مرستې وکړي.
د تخار د کرنې رياست مشر محمد سالم ساعي پژواک ته وويل، چې په دې وخت کې د څارويو د له منځه تلو لامل دا و، چې مالدارانو خپل څاروي د هوا په تودېدو سره له غوجلو راوېستلي او دښتو ته يې بوولي وو.
د هغه په وينا، خو په دې ولايت کې ناڅاپه له درې ورځو راهيسې هوا سړه شوې او د واورو ورېدلو هم دوام وموند، چې په ترڅ کې يې څاروي په دښتو کې د سړې هوا له کبله له منځه تللي دي.
سرچينې په ډاګه کړه، چې په دې ولايت کې د څارويو د له منځه تللو امکان اوس هم شته؛ خو هغوى هڅه کوي چې د دې ستونزې د بيا پېښېدو مخه ونيسي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ نږدې ٧٦٥ ټنه علوفه او حيواني توکي د تخار ولايت پر مالدارانو وېشل شوي وو.









