منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۴ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

افغان کرکټ لوبډلې هالنډ ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

کابل (پژواک ٢٤ کب ٩٠): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې شل اوريز نړيوال جام ته د لار موندنې د غوراوي سياليو په لړ کې نن هالنډ ته  هم ماتې ورکړه.

دغه لوبه نن (د کب ٢٤مه) د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو څانګې يوه غړي فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبي پچه هالنډ وګټله او لومړى يې په خپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې د هالنډ لوبډلې په ټاکل شويو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو، ١٤٩منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٥٠ منډو هدف کېښود.

د هغه په وينا، د افغانستان له لوري دولت ځدراڼ ٣، سميع الله شينواري او کريم صادق يو يو لوبغاړى وسوځاوه.

هوتک وويل، چې د افغانستان ملي لوبډلې ياد شوى هدف د شلم اور په څلورم توپ ترلاسه او لوبه يې وګټله.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان له لوري محمد شهزاد  ٥٤، محمد نبي ٢٢ او سميع الله شينواري ٩ منډې جوړې کړې.

محمد شهزاد د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

پرون افغانستان پي ان جي ته ماتي ورکړې وه او ټاکل شوې ده، چې افغانستان خپله درېيمه لوبه سبا له ډنماک سره ترسره کړي.

د شل اوريز نړيوال جام سيالۍ، چې ټاکل شوې د روان زېږديز کال د سپټمبر په مياشت کې په سريلانکا کې ترسره شي، د غوراوي سيالۍ يې د کب په ٢٣مه، په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې، چې په کې ١٦ لوبـډلې برخه اخلي.

له دغو شپاړسو لوبډلو څخه يې دوه غوره لوبډلې د کرکټ د لومړۍ درجې دريځ لرونکو له لسو هېوادونو سره يو ځاى په نړيوال جام کې برخه اخلي.

په دغو سياليو کې افغانستان، برموډا، کاناډا، ډنمارک، هانک کانګ، ايرلينډ، ايټاليا، کينيا، نميبيا، نيپال، هالنډ، عمان، پي اېن جي، سکاټلينډ، يوګنډا او د متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې دي.