منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۵ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

په ترافيکي پېښه کې يو تن مړ او پنځه نور ټپي شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

غزني ښار (پژواک ٢٥ کب ٩٠): د غزني مرکز اړوند د کابل-کندهار پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې يو تن مړ او پنځه نور ټپيان شوي دي.

دغه پېښه نن (د کب ٢٥مه) د سهار پر وخت شاوخوا اته بجې د غزني ښار ختيځ ته په شپږ کيلومترۍ کې د روضې کوتل په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

 

د غزني د ترافيکو مدير سر څارمن محمدالله احمدي وايي، چې يو ډينا موټر د اکمالاتي کاروان له يو ټانکر سره جنګيدلى، چې له امله يې يو تن مړ او پنځه نور ټپي شوي دي.

 

ده پژواک اژانس ته وويل، چې پېښه د اکمالاتي کاروان د ټانکر د ګړندي تګ او موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

 

خو د غزني ولايت د ملکي روغتون مشر ډاکتر بازمحمد همت پژواک اژانس ته وويل، چې روغتون ته د درملنې په موخه اته ټپيان ور وړل شوي دي.

 

د هغه په وينا، ټول ټپيان د ٢٥ او ٣٠ کلونو تر منځ عمر لرونکي ځوانان دي، چې د دوو يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

 

د پېښې يو عيني شاهد احمدخان بيا وايي، چې د اکمالاتي کاروان يو ټانکر موټر د سپرلۍ له ټونس موټر سره ټکر وکړ.

 

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د مسافرو او چلوونکو له لوري د اکمالاتي کاروانونو د موټرو د ګړندي تګ او د هغو د چلوونکو د بې احتياطۍ په اړه شکايتونه زيات شوي دي.