سرپل-چغچران (پژواک ٢٨ کب٩٠): د سرپل په کوهستان ولسوالۍ کې سېلابونو درانه مالي زيانونه اړولې او همدارنګه د غره ښويېدنې د غور- هرات لويه لاره بنده کړې ده.
د سرپل ولايت سرپرست اختر محمد خيرزاده نن (د کب ٢٨مه ) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سېلاب تېره شپه د دغه ولايت د کوهستاناتو په ولسوالۍ کې بزرګرو او عامو اوسېدونکو ته درانه زيانونه اړولي دي.
هغه زياته کړه، چې د را رسېدلي راپور له مخې، شاوخوا پنځه زره جريبه کرنيزه ځمکه او باغونه، د اوبو درې سربنده، دېرش د اوبو ژرندې، د برېښنا د توليد ٥٠ ډاينموګانې، ٢٠ پلونه او پلګوټي او مواصلاتي لارې په دې سيمه کې د سېلاب را تلو له امله زيانمن او نړېدلي دي.
خير زاده زياته کړه، چې سېلاب ځاني زيانونه نه درلودل او د مالي زيان د کچې د ارزولو په موخه به يو پلاوى دغې سيمې ته واستوي.
د کوهستاناتو د ولسوالۍ د خوال کلي اوسېدونکي مسعود پژواک ته وويل: ((سېل، د څلورو کورونو او يوه جومات پر نړولو سربېره، ځمکې، باغونه او څو پلونه هم د قلعه شهر له سيمې څخه، چې د ولسوالۍ په مرکز کې شتون لري ، تر ټولو لري کلي پورې، چې د علف سفيد په نوم ياديږي، وران کړي دي.))
مسعود زياته کړه، چې سېل ځاني زيان نه دى اړولى، خو خلک په تېره بيا بزګر يې زيانمن کړي دي.
هغه له دولت څخه وغوښتل، ترڅو د زيانمنو شوو پلونو د بيا رغونې او اړو کسانو ته د مرستې رسونې په موخه بېړني اقدامات وکړي.
سرپل يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې ډېرې سيمې يې غرنۍ دي او اوسېدونکي يې د ژمي او پسرلي په موسم کې د ناوړو طبيعي پېښو شاهدان وي.
د يوه بل خبر له مخې ، د هرات -غور لويه لاره د غره د ښويېدنې له امله تړل شوې ده.
د غور له طبعيي پېښو سره د مبارزې رييس حميدالله دادفر نن د کب په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې د يوه غره د ښويېدنې له امله د منار جام په سيمه کې د هرات-غور لويه لار له پرون څخه راپه دې خوا تړل شوې ده.
هغه زياته کړې، چې اړوند ادارې په دې لټه کې دي، چې د دې لارې د خلاصون په موخه به، په همغږيزه توګه اقدام وکړي.
د هرات-غور لويه لار په داسې حال کې تړل شوې، چې تر اوسه د اوو ولسواليو (دولينې ، شهرک، تولک، تيوري، ساغر، چارسده و پسابند) لاره د واورې اورېدو له امله بندې دي.
د غور ولايت د فوايد عامې د رييس محمد اقبال په وينا، يوازې د دولتيار او لعل سرجنګل ولسواليو لارې تر اوسه خلاصې شوې دي.
هغه د دغو لارو د بندېدو لامل پر له پسې واورې اورېدل ګڼي او ويې ويل: ((څو ځلې ځينې لارې د قرارداديانو له خوا پرانيستل شوې، خو بيا هم د پرله پسې واورو اورښت، ډېرې لارې بېرته بندې کړې دي.))









