ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې وروستيو واورو ښويېدنو يوتن مړ او ٧ نور يې ټپيان کړل

په بدخشان کې وروستيو واورو ښويېدنو يوتن مړ او ٧ نور يې ټپيان کړل

author avatar
19 Mar 2012 - 17:12
په بدخشان کې وروستيو واورو ښويېدنو يوتن مړ او ٧ نور يې ټپيان کړل
author avatar
19 Mar 2012 - 17:12

فيض اباد (پژواک ٢٩ کب ٩٠): په بدخشان ولايت کې د واورې ښويېدنو له امله يو تن مړ شوى، ٧ نور ټپيان، ٢٦ کورونه زيانمن او سلګونه څاروي له منځه تللي دي.

د دغه ولايت له پېښو سره د مبارزې رييس ثناءالله اميري پژواک ته وويل، چې تېر ماښام او نن سهار (د کب ٢٩مه) د شهدا ولسوالۍ په يخشک، يخچو، کورخو، ياسيچ او اب چشمه کليو کې ٦ برفکوچه راغلي دي.

د اميري په وينا، د يادو واورې ښويېدنو له امله يو تن مړ او ٧ نور ټپي شوي دي.

دغه راز په يادو کليو کې يې ٢٦کورونو زيانمن کړي او شاوخوا ٤٠٠ څاروي يې له منځه وړي دي.

هغه زياته کړه، چې د يادې ادارې د څېړنې ډله سيمې ته رسېدلې او د څېړنې په بشپړېدو سره به، له هغوى سره مرسته هم وشي.

د شهدا ولسوالۍ د پرمختيايي شورا رييس عبدالمطلب پژواک ته وويل: ((د يادې ولسوالۍ په پنځو کليو کې ٦ برفکوچونه رامنځته شول، چې له امله يې يو تنه مړ او اوه نور ټپي شول.))

هغه زياته کړه، چې په يادو برفکوچونو کې ٢٦کورونه زيانمن شوي او شاوخوا ٤٠٠ څاروي له منځه تللي دي.

عبدلمطلب وويل، ټپيان د ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.

نوموړي زياته کړه، چې زيانمن خلک د اوسېدو د ځاى، د خوراکي توکو د نه شتون او د سړې هوا له امله له ستونزو سره مخ دي او تر اوسه ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.

شهدا ولسوالۍ د بدخشان د مرکز فيض اباد ښار په ٦٠کيلومترۍ کې پرته ده او زيانمن شوي کلي، د ولسوالۍ له مرکز څخه په ٤٠کيلومتره واټن کې پراته دي.

دغه واورې ښويېدنې په داسې حال کې په ياد ولايت کې رامنځته کېږي، چې دوه ورځې وړاندې دوه تنه په دغه ولايت په کوفاب ولسوالۍ کې د برفکوچونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ، سلګونه څاروي له منځه ولاړل او ٢٥کورونه زيانمن شول.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.