پلخمري (پژواک د وري لومړۍ نېټه ٩١): د سالنګ لويه لاره د طوفان او واورې له امله په داسې حال کې تړل شوې، چې سلګونه مسافر وړونکي موټر چې د بلخ په لور روان وو، په ياده لاره کې درول شوي دي.
د بغلان ولايت د ترافيکو مدير سمونوال سيد محبوب سادات، نن (د وري لومړۍ نېټه) سهار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرې ورځې له طوفان څخه وروسته په سالنګ کې د تېرې شپې له ١١بجو څخه د واورې ورېدل پيل شول، چې له امله يې د کابل – مزارشريف لويه لار د ترافيکو پرمخ بنده شوه.
هغه څرګنده کړه، چې ياده لاره د تېر مازېګر له ٥ بجو راهيسې د توند طوفان او د مسافرو د خونديتوب په موخه د اړوندو موظفينو له لوري له دواړو خواوو تړل شوې او د تېرې شپې واوره بيا هم د دې لامل شوه، چې ياده لاره همداسې تړلې وساتي.
سادات زياته کړه، چې په شمالي سالنګ کې د واورې اندازه ٦٠سانتي متره او په سوېلي سالنګ کې دوه مترو ته رسېدلې او لاهم دوام لري.
سادات د سالنګونو د ساتنې او څارنې د مسوول جنرال رجب له خولې وويل، چې د لارې په دواړو خواوو کې لسګونه مسافر وړونکي موټر درول شوي او مسافر د لويې لارې په اوږدو کې باامنه خونو ته لېږدول شوي دي.
همدارنګه د عامې روغتيا وزارت مرستيال احمدشاه وحيد پژواک ته وويل، چې د رارسېدلو راپورونو له مخې، په سالنګ کې د واورې او طوفان اندازه کمه شوې ده او د لارې پاکول دوام لري.
هغه زياته کړه، چې تېره شپه شاوخوا ١٨٠مسافر د لويې لارې د موظفينو له لوري باامنه خونو ته لېږدول شوي دي.
احمدشاه وحيد وويل، چې شايد نن د مازيګر تر ٥بجو د لويې لارې يوه خوا پاکه شي.
د ژمي په موسم او د پسرلي لومړيو کې د سالنګ پر لويه لاره طوفانونه او واورې ښويېدنې رامنځ ته کېږي، چې کله کله د مرګ ژوبلې لامل هم ګرځي.
د ١٣٨٨کال د سلواغې په ١٩مه، په سوېلي سالنګ کې د سخت طوفان او واورو ښويېدنو له امله شاوخوا ١٧٠تنه مړه او ١٢٥نور ټپيان شول.










