کابل ( پژواک ۳ وری ۹۱ ) : افغانستان نمیبیاته په ماتې ورکولو سره د کرکټ شل اووریزو نړیوالو اتلولیو لاره پیدا کړه.
د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام سیالۍ چې ټاکل شوې ده، د روان زیږدیز کال په ستمبر میاشت کې په سریلانکا کې ترسره شي، ورته دلار موندنې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي.
د افغانستان او نمیبيا لوبډلو پخپلو ګروپونو کې د اوه سیالیو ګټلو سره لومړي مقامونه خپل کړل او نیمه پای لوبې ته یې لاره پیدا کړه.
نن د متحده عربي اماراتو ددوبۍ ښار په نړیوال لوبغالي کې ددواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ نیمه پای لوبه ترسره شوه، ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ یې پخپله دلوبې کولو پریکړه وکړه.
دافغانستان کرکټ بورډ ویاند نصرت الله وفا له دوبۍ څخه د ټیلیفون په لیکه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دافغانستان لوبډله په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې ۱۴۶ منډې جوړې کړې او نمیبیا ته یې د ۱۴۷ منډو هدف کیښود.
هغه زیاته کړه چې دافغانستان له لوري کریم صادق ۲۸ ، جاوېداحمدي ۲۴، اصغر ستانکزي ۱۹، محمدنبي ۱۸ ، محمدشزاد ۱۴ او سمیع الله شینواري ۱۱ منډې جوړې کړې.
د نوموړي په وینا، د نمیبیا لوبډلې دغه هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۸ اورونو کې په ۹۹ منډو وسوځیده او دغه راز افغانستان دالوبه د ۴۷ منډو په توپیره سره وګټله.
وفا وایي چې دافغانستان له لوري افتاب عالم څلور ، دولت ځدران درې او عزت الله دولتزي درې مخالف لوبغاړي وسوځول.
افغانستان که له یوې خوا دې لوبې ګټلو سره د کرکټ شل اووریز نړیوال جام ته لاره پیدا کړه،نو له بلې خوا دروانو سیالیو پای لوبې ته هم ووت.
دولت ځدران چې د نمیبيا درې پیاوړي لوبغاړي وسوځول ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
دافغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان نوروز خان منګل له لوبې وروسته وویل چې دوی دې لپاره پلان جوړ کړی، خو زیاته یې کړه، چې ددوی توپ وهونکو ډیرې منډې جوړې نه کړې، څومره چې پکار وو.
هغه په ځانګړې توګه د خپلو توپ اچوونکو دولت ځدران او افتاب عالم د نننۍ لوبې ستاینه وکړه او ویې ویل چې ددوی د ښې لوبې له امله افغانستان لوبه وګټله.
دافغانستان کرکټ بورډ اجرايیوی رییس نسیم الله دانش چې پخپله په دوبۍ کې پژواک خبري اژانس ته د ټیلیفون په لیکه وویل چې د کرکټ ملي لوبغاړو نن تاریخي کارنامه ترسره کړه.
هغه له هیوادوالو مننه وکړه، چې د خپلې ملي لوبډلې د بریا لپاره یې دعاګانې کړې دي.
سلاکار وزیر او دکرکټ بورډ مرستیال شهزاده مسعود پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هیواد د کرکټ ملي لوبډله تل هیوادوالو ته خوښۍ ور په برخه کړې دي.
نوموړي زیاته کړه چې ملي لوبغاړو د نمیبیا په څیر پیاوړې لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه او نړیوال جام ته یې لاره پیدا کړه.
شهزاده مسعود په دې بریا لوبغاړو او ټولو هیوادوالو ته مبارکي ورکړه.
د افغانستان او نمیبيا ترمنځ دغه لوبه په ژوندۍ بڼه د نړیوال تلویزیوني چینل سټار کرکټ او دافغاني چینل لمر لخوا په ژوندۍ بڼه خپریدله او سلګونه زره هیوادوال یې نندارې ته ناست وو.
دافغانستان له بریا سره سم سلګونه کسان د جلال اباد ښار د پشتونستان څلور لاري ته ووتل ، په ډولونو او اتڼونو یې د ا بریا ولمانځله .
د يادونې وړ ده، چې دوه کاله مخکې افغانستان او ايرلينډ د غوراوي له سياليو څخه په ويسټ انډيز کې د شل اوريز نړيوال جام ته لاره موندلې وه.
په همدې لوبو کې افغانستان له هندوستان او سوېلي افريقې سره لوبه کړې وه، لوبې يې ښې وکړې؛ خو له ناکامۍ سره مخ شوې وه.










