هرات ښار(پژواک ٣ورى ٩١): د هرات ولايت امنيتي مسوولينو د سلګونو کيلو ګرامه چاودېدونکو توکو په کشفولوسره، په ياد ښار کې د چاودنې مخه ونيوله.
دهرات دپوليسو مطبوعاتي مسوول سمونوال نورخان نيکزاد نن(د وري ٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل،چې نږدې شپږ سوه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي له يوه زرنج موټرسايکل څخه ،د انجيل ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې ترلاسه شول.
دهغه په وينا، دا توکي د رنګ په کوتيو کې په ياد موټرسايکل کې ايښودل شوي و، چې تېره شپه د امنيتي مسوولينو له لوري کشف او شنډ شول.
نيکزاد زياته کړه،چې دا توکي له کندهار ولايت څخه ديوه مساپروړونکي بس موټر په وسيله هرات ته راوړل شوي او عاملينو يې په هرات ښار کې د چاودېدو نيت درلود.
سرچينې زياته کړه، چې کله پوليس پر موټرسايکل شکمن شول، هغه يې ودراوه او چادوېدونکي توکي يې ترې ترلاسه کړل.
د نوموړي دمالوماتو له مخې،ددې پېښې په تړاو د زرنج چلونکى د پوليسو له خوا ونيول شو او پوښتنې ګروګنې ترې روانې دي.
د انجيل ولسوالۍ يوه هټۍ وال محمد پژواک ته وويل: (( پوليسو يو زرنج موټرسايکل درولى و او څو بورۍ يې ترينه راوېستې دي.))
د هغه په وينا،پوليسو دموټرسايکل چلونکى هم نيولى دى.
پنځه ورځې مخکې يوه شپږ کسيزه ډله هم دکب د ٢٤مې د پاڅون پر مراسمو باندې د بريد په تور ددې ولايت د امنيتي مسوولينو له لوري نيول شوې وه.










