کابل (پژواک ٤ ورى ٩١ ) : په کابل ښار کې د وري په څلورمه د ٤٠٠ ځوانانو په ګډون د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په موخه د ځغاستۍ پسرلنۍ سيالي ترسره شوه.
دا سيالي دکابل ښار ددارالامان سړک د علاوالدين له سيمې د بابر تر بڼ پورې،چې پنځه کيلومتره واټن و،ترسره شوه.
د ځغاستې دغه سيالي د اداري فساد پر وړاندې مبارزې د افغاني شبکې لخوا په لاره اچول شوې وه، چې موخه يې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه او د فساد غندنه وه .
دغه سيالي د ٤٠٠ تنو په ګډون نن د( وري په ٤مه) دسهار په لسو بجو پيل او تر غرمې مخکې په يوولسو بجو له کومې پېښې پرته پاى ته ورسېده.
په دغه سيالي کې ٢٤ کلن احمد شريف عمري لومړى ، ١٩ کلن ايام الدين دويم او ٢٦ کلن ايمل ابراهيمي درېيم مقام خپل کړ.
احمدشريف عمري،چې لومړى مقام يې ترلاسه کړى،پژواک خبري اژانس ته وويل چې دى له کوچنيوالي څخه له لوبو او په ځانګړي ډول له ځغاستې سره مينه لري او دې سيالۍ ته يې ښه چمتوالى درلود.
هغه زياته کړه :(( کله چې سيالي پيل شوه ، ډير خوشحاله وم او په دې تلوسه کې چې لومړى مقام خپل کړم او همداسې وشول. ))
عمري وايي،چې دلوبې وروستي په نښه شوي ځاى ته يې د څوارلس دقيقو په موده کې ځان ورساوه اود لوبې لومړى مقام يې خپل کړ.
د سيالۍ په پاى کې لومړي او دويم مقام ګټونکو ته د نبي زاده د خيريه ټولنې لخوا يو يو لپ ټاپ کمپيوټر او درېيم تن ته يو موبايل او يو ( DVD player ) ورکړل شول.
د ځغاستې ددې سيالۍ مسوول محمد طارق پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې سيالۍ لپاره درې ورځې مخکې نومونه ليکل شوي او خلکو په داوطلبانه توګه پکې برخه اخيستې ده.
نوموړى،ياده سيالي داداري فساد پر وړاندې دمبارزې يو نوى ګام بولي او زياتوي چې دوى غواړي د مدني خوځښتونو له لارې خپل خلک د اداري فساد پر وړاندې مبازرې ته وهڅوي.
ده زياته کړه،چې په دې سيالۍ کې ځوانانو د اداري فساد پر وړاندې په مبارزه کې برخه واخيسته او د اداري فساد پر وړاندې خپل غږونه اوچت کړل.
د اداري فساد پر وړاندې مبارزې د افغاني شبکې مشر محمد شفيق همدم پژواک اژانس ته وويل دا چې ټول ځوانان په داوطلب ډول راغلي ، ددې ښکارندوي کوي ، چې دوى هم د اداري فساد پر ضد مبازره کوي او غندي يې.
هغه زياته کړه : (( داسيالي ځکه په لار واچوله شوه، څو ټول ځوانان د اداري فساد پر وړاندې مبارزه وکړي او له اداري فساده پاک افغانستان ولرو.))
د همدم په وينا، دا شبکه اجرائيوي ارګان نه دى، نو ځکه کار يې يواځې د حکومت پر کړنو څارنه ده او له دې کار سره غواړي د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې خلک پر خپلو حقوقو خبر کړي.
نوموړى وايي: ((غواړو د خپلو مدني حرکتونو له لارې د اداري فساد غندنه وکړو اوترڅنګ يې ځوانانو هم وهڅوو ، څو دوى هم د اداري فساد پر وړاندې مبازره وکړي.))
دده د معلوماتو له مخې،ددې سيالۍ ترڅنګ به سږکال ياده اداره (د اداري فساد پر وړاندې د جهاد) په نوم له بېلابېلو مدني ټولنو سره سوله ييزې ناستې ، غونډې او لوبې هم ترسره کړي.










