کابل (پژواک ٥ ورى ٩١): افغانستان او ايرلينډ نن ماښام په دوبۍ کې د شل اووريز نړيوال جام د غوراوي سياليو په پاى کې سره لوبيږي .
د شپاړسو هېوادونو د لوبډلو په ګډون دغه سيالۍ دوه اونۍ مخکې د متحده عربي اماراتو په بېلابېلو ښارونو کې پيل شوې وې او ټاکل شوې، چې نن شپه د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ د پاى لوبې په ترسره کېدو سره دا سيالۍ پاى ته ورسېږي.
د ايرلينډ لوبډلې نن په خپلې وروستۍ لوبه کې نميبيا ته په ماتې ورکولو سره د دغو سياليو پاى لوبې او د کرکټ شل اووريز نړيوال جام ته لاره پيدا کړه.
په دوبۍ کې د افغانستان د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د وري به ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن په دويمه نيمه پاى لوبه کې ايرلينډ نميبيا ته سخته ماتې ورکړه.
هغه زياته کړه، چې د نميبيا لوبډله لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو يې ٩٤ منډې جوړې کړې.
د وفا په وينا، د ايرلينډ لوبډلې دغه هدف په ډېرې اسانۍ سره د يوه لوبغاړي په سوځېدو په لسم اوور کې ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د نوموړي په وينا، ايرلينډ له دې بريا سره نه يواځې نړيوال جام ته لاره ومونده، بلکې د روانو سياليو پاى لوبې ته ورسېد، چې ټاکل شوې ده، نن د افغانستان پر وخت د ماښام په شپږ نيمو بجو ترسره شي.
د کرکټ بورډ وياند وايي، چې د افغانستان ملي لوبډله د پاى لوبې لپاره نن ټوله ورځ د خپلو روزونکو پر وړاندې تمرينات ترسره کړل او د پاى لوبې لپاره يې بشپړه تياري نيولې ده.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل پژواک اژانس ته وويل، چې که څه هم د پاى لوبې لپاره پر لوبغاړو هېڅ فشار نشته، خو بيا هم دوى د ايرلينډ لوبډله اسانه نه نيسي.
هغه زياته کړه: ((زموږ لپاره مهمه دا وه، چې نړيوال جام ته لاره پيدا کړو او دغه هدف مو ترلاسه کړ، د روانو لوبو اتلولي ترلاسه کول هم مهم دي او لوبغاړو د پاى لوبې لپاره بشپړ چمتوالى نيولى دى.))
په لوبډله کې د بدلون په اړه نوروز منګل وويل، چې په يوه لوبه کې ټول ١١ لوبغاړي ښه لوبه نه کوي، درې څلور لوبغاړي ښه لوبېږي او دغه کار د بريا لامل کېږي.
د هغه په وينا، فکر نه کوي، چې په لوبډله کې کوم تغيير راشي.
خو د کرکټ د چارو يو شمېر پوهان وايي، چې که په پاى لوبه کې د ګلبدين نايب پر ځاى شبير نوري ولوبول شي، ګټور به ثابت شي.
د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانى کپتان او روزونکى رييس احمدزي پژواک اژانس ته وويل، ګلبدين په تېرو څو لوبو کې له ځانه ښه وړتيا نه ده ښودلې؛ ځکه بايد شبير ته د هغه پر ځاى چانس ورکړل شي.
نوموړى د پاى لوبې په اړه وايي، چې د ايرلينډ او افغانستان ترمنځ پاى لوبه به ډېره په زړه پورې وي.
هغه پژوک اژانس ته وويل، چې که څه هم ايرلينډ د دغو سياليو په لومړيو کې له لږ ستونزو سره مخ و، خو په وروستيو لوبو کې يې ډېره ښه لوبه وکړه او خپلو سياليو لوبډلو ته يې په لوى توپير سره ماتې ورکړې.
رييس احمدزي په پاى لوبه کې د افغانستان تله پر ايرلينډ درنه بولي او زياتوي، چې د افغانستان بيټنګ او بالنګ پر هغوى برلاسى دى.
د لوبې مجلې مسوول مدير رحيم ګل څاروان هم وايي، چې شبير نوري په زړه پورې لوبغاړى دى او کولى شي په لوړه کچه په لوبو کې ښه لوبه وکړي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په پاى کې پر افغان لوبډلې هېڅ فشار نشته؛ ځکه چې دوى خپل هدف ته رسېدلي، نو بايد په پاى لوبه کې ښه لوبه ترسره او اتلولي ترلاسه کړي.
د يادونې ده، دوه کاله مخکې هم په دوبۍ کې د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ د غوراوي د سياليو پاى لوبه ترسره شوې وه، چې د افغانستان په بريا پاى ته ورسېده.
له دغو سياليو څخه افغانستان او ايرلينډ دوه کاله مخکې هم نړيوال جام ته لاره پيدا کړې وه او اوس هم دواړو لوبډلو لاره پيدا کړه.
ټاکل شوې ده، چې د کرکټ د شل اووريزوسياليو نړيوال جام د روان زېـږديز کال د سپټمبر په مياشت کې په سريلانکا کې ترسره شي.
د غوراوي د سيالۍ د پاى لوبې ګټونکې لوبډله به په نړيوال جام کې له اسټراليا او ويسټ انډيز سره او دويم مقام ترلاسه کوونکې لوبډله به له هندوستان او انګلستان سره په ګروپ کې وي.










