کابل (پژواک ٦ ورى ٩١): افغانستان د کرکټ شل اووريزو سيالو ته لاره ومونده، خو د غوراوي په سياليو کې يې دويم مقام خپل کړ.
د کرکټ د شل اووريز نړيوال جام، چې ټاکل شوې د روان زېږديز کال په سپټمبر مياشت کې په سريلانکا کې ترسره شي، د غوراوي سيالۍ دوه اونۍ مخکې په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې وې، چې تېره شپه پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو پاى لوبې ته د افغانستان او ايرلينډ لوبډلې ووتې، چې تر منځ يې د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې په خپله لوبه وکړه.
د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا له دوبۍ څخه د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل،چې ملي لوبډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٢ منډې جوړې کړې او ايرلينډ ته يې د ١٥٣ منډو هدف کېښود.
هغه وايي، چې د افغانستان له لوري يواځې محمدشهزاد ښه لوبه وکړه او ٧٧ منډې يې جوړې کړې.
وفا وويل، چې د ايرلينډ لوبډلې ياد شوى هدف په نولسم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د افغانستان له لوري دولت ځدراڼ درې او افتاب عالم د ايرلينډ دوه لوبغاړي وسوځول.
د پاى لوبې په ګټلو سره ايرلينډ د غوراوي د دغو سياليو اتل او افغانستان دويم مقام خپل کړ.
د يادونې ده، چې له دغو سياليو څخه د افغانستان او ايرلينډ د شل اووريز نړيوال جام ته لاره موندلې ده، دغه لوبډلې دوه کاله مخکې هم پاى لوبې ته وتلې وې، خو هغه مهال افغانستان اتلولي خپله کړې وه.










