منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۴ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

پاکستان په بيس بال لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۳ کتنې

اسلام اباد (پژواک ٦ ورى ٩١): د افغانستان په ګډون د څلورو اسيايي هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ د بيس بال سيالۍ د پاکستان په لاهور ښار کې پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت کولتوري او مطبوعاتي اتشه زردشت شمس، د پاکستان د بيس بال فدراسيون مسوولينو او ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.

دا سيالۍ، چې پرون پيل شوې دي، په لومړۍ ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په زړه پورې سيالي وشوه، چې د پاکستان په بريا پاى ته ورسېده.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت کولتوري او مطبوعاتي اتشه زردشت شمس د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پاکستان دا لوبه ١٨ په صفر له افغانستان څخه وګټله.

هغه د پاکستان د بيس بال له فدراسيون څخه مننه وکړه، چې افغان لوبډلې ته يې هم په دغو سياليو کې د ګډون بلنه ورکړه.

هغه زياته کړه، چې په دې ډول سياليو کې په ګډون سره د افغان لوبغاړو تجربې زياتېږي او له نورو لوبغاړو ډېر نوي شيان زده کوي.