فيض آباد ( پژواک دوري ١٢مه ٩١): څوارلس مړي په داسې حال کې د بدخشان ولايت په نسي ولسوالۍ کې د خلکو په مرسته له واورو راووېستل شول، چې شپږ تنه لاتراوسه نادرکه دي.
د بدخشان ولايت له پیښو سره د مبارزې ریيس ثناء الله اميري نن ( د وري ١٢مه ) پژواک ته وويل : ” د لومړنيو راپورونو له مخې، تیره ورځ د نسي ولسوالۍ په مونيخ کلي کې د واورې ښوئیدو له امله ٢٠ تنه تر واورو لاندې شوي او پنځه کورونه نړېدلي دي. “
هغه زياته کړه چې تراوسه د خلکو په مرسته ١٤ مړي له واورو راوېستل شوي او د نورو د ژغورنې لپاره هڅې روانې دي.
هغه ونه ويل چې په مړو کې څو ماشومان او ښځې دي، خو زياته يې کړه چې کيداى شي د مړو شميره زياته شي، ځکه چې د شپږو نورو کسانو څرک لا ندى لګيدلى.
اميري زياته کړه چې ياد کلي ته د ولسوالۍ له مرکز څخه اته ساعته پلې لاره ده او تراوسه د ژغورنې ډلې دې سيمې ته نه دي استول شوې.
د سرچينې په وينا، د فوکس دفتر يو اندازه خوراکي توکي او له پيښو سره د مبارزې ادارې يوه اندازه نغدې پيسې ددې پيښې له زيانمن شويو کسانو سره د مرستې لپاره استولي دي.
سربيره پر دې ټاکل شوې ده، چې د بدخشان والي شاه ولي اديب نن د پيښې سيمې ته سفر وکړي.