فيض اباد (پژواک ١٣ ورى ٩١): د بدخشان ولايت په نسي ولسوالۍ کې د واورې ښويېدو له امله د مړو شويو کسانو شمېره ١٨ ته لوړه شوه.
دغه واورې ښويېدنې د وري په ١١مه، رامنځ ته شوې او د بدخشان سيمه ييزو چارواکو د هغې ورځې په سبا د تلفاتو کچه ١٤ تنه ښودلې وه.
د بدخشان له پېښو سره د مبارزې رييس ثناء الله اميري نن (د وري ٢٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نسي ولسوالۍ په مونيخ ريو او شوريان کلو کې د وروستيو واورو ښويېدنو له امله ١٨ تنه چې په هغو کې ښځې، ماشومان او نارينه شامل دي، مړه شوي او ٢٠ کورونه ويجاړ شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د پېښې قربانيان د خلکو په مرسته له واورو راوېستل شوي، پلټنه تراوسه روانه ده او ښايي د تلفاتو شمېر لوړ شي.
د بدخشان د والي مرستيال شمس الرحمن د دې خبر پخلى وکړ او پژواک خبري اژانس ته يې وويل، چې د بدخشان له پېښو سره د مبارزې ادارې د يو ميليون افغانيو مرسته د دې ولايت د والي له خوا زيانمنو شويو کسانو ته وېشل شوې ده.
همدارنګه نوموړي زياته کړه، چې د فوکس دفتر ٥٠٠ کيلوګرامه خوراکي توکي زيانمو شويو کسانو ته د وېش لپاره د تاجکستان له لارې سيمې ته رسولي دي.
د روانې مياشتې په درېيمه هم د دې ولايت په واخان او شهدا ولسواليو کې د واورو ښويېدنو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٢ تنه مړه شوي وو.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن