منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۳ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

د بايسکيل ځغلونې ډله تر سفر وروسته بېرته خوست ته ورسېده

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

خوست ښار (پژواک ١٤ ورى ٩١): په خوست کې يو شمېر بايسکل ځغلوونکي، کابل او ننګرهار ولايتونو ته تر سفر وروسته بېرته خوست ته راستانه شول.

د يادو لوبغاړو په وياړ نن (د وري ١٤مه) د خوست ولايت د المپيک امريت په تالار کې مراسم جوړ شوي وو، چې دولتي چارواکو، ګڼ شمېر ځوانانو او لوبغاړو په کې ګډون کړی و.

د خوست د المپيک امر عزيز ملنګ پژواک اژانس ته وويل، چې دغه شپږ لوبغاړي يوه اونۍ مخکې له خوست څخه کابل او ننګرهار ولايتونو ته پر بايسکلونو تللي وو او د سولې پيغام يې له ځان سره وړى و.

د هغه په وينا، يادو شوو لوبغاړو ته په کابل او ننګرهار ولايتونو کې تود هرکلى وشو او وستايل شول.

نوموړي زياته کړه: ((د خوست ولايت ورزشکارانو هېودوالو ته وښودله، چې خوست مېشتي تر بل هر څه زيات د سولې په ارمان دي.))

د ملنګ په خبره، دغه راز نوموړو ورزشکارانو د خوست ګڼې ستونزې هم په پلازمېنه کابل کې چارواکو ته رسولې دي او چارواکو يې د هوارۍ ژمنې هم ورسره کړې دي.

اصغر، چې د بايسکيل ځغلونې د شپږ کسيزې ډلې مشر و، د خوست له المپيک امريت، په ملي شورا کې د خوست له استازو خوښ و او ويل يې، چې په کابل يې له چارواکو سره د ليدنې او کتنې  زمينې ورته برابرې کړې او مالي مرسته يې هم ورسره وکړه.

د هغه په وينا، سفر يې ډېر ګټور و، د خوست يو شمېر ستونزې يې له چارواکو سره شريکې کړې  او هغوى يې د هوارۍ ژمنې ورسره کړې دي.

د دغې ډلې يو بل لوبغاړي رحمت الله بيا په کابل او ننګرهار کې د خلکو له تود هرکلي څخه مننه کوله.

ده وويل، چې په يادو ولايتونو کې خلکو زيات نازولي دي، خبرو ته يې ورته غوږ نيولی او په سفر کې يې ورسره مرسته کړې ده.

د هغه په خبره، په دغه سفر کې، چې دوى تر ټولو زيات ورسره په ستونزه کې وو، هغه د خوست-ګردېز ترمنځ لويه لاره وه، چې په تېرو لسو کلونو کې جوړه نه شوه.

رحمت الله له افغان دولت او مرسته کوونکو هېوادونو څخه وغوښتل، چې د دغې لارې د جوړېدو غم وخوري.