منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۴ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

هالنډ د افغانستان پر وړاندې ١٣٣ منډې جوړې کړې

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

کابل ( پژواک ١٤ ورى ٩١ ) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وکولى شواى، چې  د هالنډ لوبډله د لويو وچو سياليو  په څلور ورځنۍ لوبه کې په ١٣٣ منډو وسوځوي.

دغه څلور ورځنۍ لوبه نن د (وري په ١٤مه ) د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې پيل شوې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي لوبډلې کپتان نوروز خان منګل پچه وګټله او لومړى يې هالنډ ته د توپ وهلو بلنه ورکړه.

هغه زياته کړه ، چې د هالنډ لوبغاړو دافغانستان د توپ اچوونکو مقابله ونه شواى کړاى او لوبغاړي يې ژر ژر وسوځېدل.

د نوموړي په وينا،د هالنډ لوبډله ددې څلور ورځنۍ لوبې په لومړي وار کې په پنځه څلوېښتم اوور کې په  ١٣٣ منډو وسوځېدله.

وفا وويل ، چې د افغانستان له لوري دولت ځدراڼ او عزت الله دولت زي د هالنډ څلور څلور ، ميرويس اشرف او سميع  الله شينواري يو ، يو لوبغاړى وسوځول.

د هالنډ لوبډلې له سوځېدو وروسته اوس به افغانستان خپل لومړى وار پيلوي او هڅه به کوي، چې تر هالنډ ډېرې منډې جوړې کړي، څو تر فشار لاندې يې راولي.

افغانستان دلويو وچو په سياليو کې تر اوسه دوه لوبې کړي، له کاناډا څخه يې ګټلي او له اماراتو سره يې لوبه مساوي پاى ته رسېدلې وه او په څلورم مقام کې ځاى لري.

ددې سياليو په جدول کې ايرلينډ لومړى، سکاټلينډ دويم او امارات درېيم مقام لري، که چېرې افغانستان دا لوبه وګټي، نو دويم مقام ته رسېږي.

افغانستان تېر کال دغه اتلولي ګټلې وه.

له هالنډ سره د يادې سيالۍ لپاره د افغانستان  په لوبډله کې دغه لوبغاړي  شامل دي ، نوروز منګل ( کپتان) ، جاويد احمدي، شبير نوري ، محمد شهزاد ، اصغر ستانکزى ، محمد نبي ، سميع الله شينوارى  ، افسر ځاځى ميرويس اشرف دولت ځدراڼ او عزت الله دولت زى.