منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۵ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان د کرکټ په څلور ورځنۍ لوبه کې هالنډ ته ماتې ورکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۵۳ کتنې

کابل (پژواک ١٦ ورى ٩١): افغانستان د لويو وچو سياليو د څلور ورځنۍ لوبې په ترڅ کې له يوه په زړه پورې سيالۍ وروسته هالنډ ته ماتې ورکړه.

دغه څلور ورځنۍ لوبه د وري په ١٤مه د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې پيل شوې وه او له ټاکلې مودې يوه ورځ وړاندې پاى ته ورسېده.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د وري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هالنډ لوبډلې د دې لوبې د ګټلو لپاره افغانستان د ٢٣٣ منډو هدف اېښى و.

هغه زياته کړه، چې پرون د افغانستان د ملي لوبډلې د ياد هدف ترلاسه کولو په موخه د ورځې تر پايه پورې ١١١ منډې جوړې کړې او شپږ لوبغاړي يې سوځېدلي وو او داسې اټکل کېده، چې دا لوبه د هالنډ په بريا پاى ته رسېږي.

خو وفا وويل، چې د ملي لوبغاړي افسر ځاځي له مسووليته ډکه او ښې لوبې له امله افغانستان دغه لوبه له ټاکلې مودې يوه ورځ وړاندې په درېيمه ورځ د ٢٣٣ منډو هدف ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د افغانستان له لوري افسر خان ځاځي ٨٤، اصغر ستانکزي ٤٣، محمدنبي ٢٤، شبير نوري ٢٣ او سميع الله شينواري ٢٠ منډې جوړې کړې.

له دې مخکې د دې لوبې پچه د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل پرون ګټلې وه او لومړى يې هالنډ ته د توپ وهلو بلنه ورکړه.

وفا وايي، چې د هالنډ لوبغاړو د افغانستان د توپ اچوونکو مقابله ونه شواى کړاى او لوبغاړي يې ژر ژر وسوځېدل.

د نوموړي په وينا، د هالنډ لوبډله د دې څلور ورځنۍ لوبې په لومړي وار کې په پنځه څلوېښتم اوور کې په ١٣٣ منډو وسوځېدله.

وفا وويل، چې د افغانستان له لوري دولت ځدراڼ او عزت الله دولتزي د هالنډ څلور څلور، ميرويس اشرف او سميع الله شينواري يو، يو لوبغاړى وسوځول.

افغانستان په خپل لومړي وار کې ١٢٩ منډې جوړې کړې او هالنډ پرې څلور منډې زياتې کړې، د افغانستان په لوبغاړو کې نوروز منګل تر ټولو ښه لوبه وکړه او ٦٧ مڼدې يې جوړې کړې.

هالنډ د دې لوبې په خپل دويم وار کې په ٢٢٨ منډو وسوځېدله او افغانستان ته يې د ٢٣٣ منډو هدف ځکه کېښود، چې په لومړي وار کې يې له افغانستان څخه څلور منډې زياتې کړې وې.

په دې لوبې کې افغانستان ته ١٤ او هالنډ ته شپږ نومرې ورکړل شوې، هالنډ ته ځکه شپږ نومرې ورکړل شوې، چې د دې لوبې په لومړي وار کې يې پر افغانستان زياتې منډې جوړې کړې وې.

افغانستان د لويو وچو په سياليو کې تر اوسه درې لوبې کړې، له کاناډا او هالنډ څخه يې ګټلې او له اماراتو سره يې لوبه مساوي پاى ته رسېدلې وه، په ټوليزه توګه د لويو وچو سياليو د نومرو په جدول کې افغانستان له ٣٧ نومرو سره اوس په دويم مقام کې ځاى لري.

ايرلينډ له ٥٤ منډو سره لومړى، سکاټلينډ له ٣٦ منډو سره په درېيم مقام کې ځاى لري.

افغانستان تېر کال دغه اتلولي ګټلې وه.

له هالنډ سره د يادې سيالۍ لپاره د افغانستان په لوبډله کې دغه لوبغاړي شامل وو، نوروز منګل (کپتان) ، جاويد احمدي، شبير نوري، محمد شهزاد، اصغر ستانکزى، محمد نبي، سميع الله شينوارى، افسر ځاځى، ميرويس اشرف، دولت ځدراڼ او عزت الله دولت زى.