کابل (پژواک ١٦ ورى ٩١): د کرکټ يو شمېر افغاني څېړونکو د ملي لوبدلې د پخواني پاکستاني روزونکي راشد لطيف هغه څرګندونې رد کړې، چې ګوندې افغانستان د دې لوبې لپاره مناسب ځاى نه دى.
دوى زياتوي، چې راشد لطيف د افغانستان د کرکټ پرمختګ نه شي زغملى.
د پاکستان د کرکټ د ملي لوبدلې پخوانى کپتان راشد لطيف تېر کال د افغانستان د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې، خو بيا د افغانستان کرکټ بورډ له خوا له دې دندې ګوښه او د هغه پر ځاى بل پاکستانى پخوانى لوبغاړى کبيرخان په دې دنده وټاکل شو.
د انګلستان د کرکټ د مشهور کلب د ماريلبون کرکټ کلب (اېم. سي. سي) مشر فيليپ هوډسن تېره اونۍ اعلان وکړ، چې ډېر ژر به افغانستان ته يو پلاوى او لوبډله ولېږي، څو د افغانستان کرکټ له نږدې څخه وګوري.
له دغه اعلان څخه وروسته راشد لطيف سخت غبرګون وښود او زياته يې کړه، چې افغانستان د بهرنيو لوبډلو لپاره مناسب ځاى نه دى او نه د دغه هېواد امنيت سم دى.
نوموړي د اېم سي سي له چارواکو غوښتي وو، چې د افغانستان پر ځاى پاکستان ته لوبډله او پلاوى ولېږي.
د کرکټ د چارو کارپوه هلال مومند وايي، چې افغانان د ورورولۍ او ښه ګاونډي په توګه په دې ډېر خوښېږي چې بهرنۍ لوبډلې پاکستان ته سفر وکړي، خو په دې خپه کېږي، چې ځيني پاکستاني پخواني لوبغاړي د افغانستان د کرکټ له پرمختګ سره مخالفت ښيي.
هغه زياتوي، چې د پاکستان کرکټ بورډ هم له افغان کرکټ سره خپله مينه ښودلې ده، د افغان لوبډلو يې ښه مېلمانه پالنه کړې ده او له پيله يې د افغان کرکټ مرسته کړې ده، خو راشد لطيف ته نه دي په کار چې افغانستان ته د اېم. سي. سي له ممکنه سفر سره مخالفت وکړي.
راشد لطيف په يوه مرکه کې ويلي، چې په خپله افغان لوبغاړي په پاکستان کې تمرينونه کوي، نو د اېم. سي. سي لوبډله د څه لپاره دغه هېواد ته ځي.
خو هلال مومند وايي، چې يواځې افغان لوبغاړي نه، بلکې د نورو هېوادونو لوبغاړي هم په نورو هېوادونو کې تمرينونه کوي، څو د دغو هېوادونو له ميدانونو او هوا څخه سره بلد شي.
د کرکټ لپاره د امنيت د شتون بله بېلګه دا ده، چې راشد لطيف په خپله کابل او جلال اباد کې د افغان لوبډلې روزنه کوله او مطمئن اوسېده.
د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانى کپتان رييس احمدزى وايي، چې راشد لطيف تل دوه مخيزه پاليسي خپلوي او له همدې امله د پاکستان له لوبډلې هم ايستل شوى و.
هغه زياتوي، چې نوموړي د افغان لوبډلې د روزونکي په توګه هم کومه لاسته راوړنه نه درلوده او ملي لوبډلې يې د ناکامۍ په لور روانه کړې وه.
رييس احمدزى وايي، چې راشد لطيف د هغه عناد له امله، چې له افغانانو سره يې لري، د اېم. سي. سي د لوبډلې له راتګ سره مخالفت ښودلى او نه غواړي چې د افغانستان کرکټ پرمختګ وکړي.
خو نوموړي د پاکستان کرکټ بورډ ستاينه وکړه، چې تل يې د افغانستان له کرکټ سره هر ډول تخنيکي او مسلکي مرستې کړې دي.
د کرکټ د چارو يو بل کارپوه الهام ياسيني وايي، چې د راشد لطيف له يادو څرګندونو سره افغانان ډېر خواشيني شوي دي.
د هغه په وينا، راشد لطيف هغه مهال چې د افغان ملي لوبډلې روزونکى و، نو افغانانو يې ښه درناوى او مېلمه پالنه کړې وه، هغه ته په کار ده، چې د افغانستان د کرکټ د پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي، نه دا چې ورته ستونزې پيدا کړي.
ياسيني وايي، راشد لطيف په داسې حال کې د افغانستان د نا امنۍ خبره کوي، چې په خپل هېواد کې يې پر سريلانکايۍ لوبډلې وسلوال بريد وشو او يو شمېر لوبغاړي يې ټپيان شول.
نوموړي وويل، چې په افغانستان کې امنيت د پاکستان په نسبت ډېر ښه دى او هره ورځ په کې د کرکټ لوبې ترسره کېږي.
هغه زياته کړه: ((موږ هيله من يو چې په سيمه کې بې امنيتي ورکه شي، د سريلانکا په لوبډلې د مرګوني بريد په څېر بيا پېښې رامنځ ته نه شي، په پاکستان کې بېرته نړيوالې لوبې پيل شي. خو له پاکستانيو وروڼو هيله لرو، چې دغه کار په افغانستان پسې د پروپاګند له لارې ونه کړي.))
بلخوا د افغانستان کرکټ بورډ هېواد ته د انګلستان د کلب اېم. سي. سي د پلاوي او لوبډلې د راتګ هرکلى کړى دى.
د کرکټ بورډ اجراييوي رييس نسيم الله دانش پژواک اژانس ته وويل، چې په کابل او ننګرهار ولايتونو کې دوى په نړيوال معيار برابر دوه لوبغالي لري او هلته به له بهرنيو لوبډلو سره لوبې ترسره کوي.
هغه زياته کړه، چې په يادو سيمو کې امنيت ټينګ دى او د افغانستان امنيتي ارګانونه به د بهرنيو لوبډلو کلک امنيت نيسي.










