ميمنه (پژواک ١٦ ورى ٩١): د فارياب د امنيه قوماندانۍ د نظامي څارنوالۍ د مرستيال په ګډون پنځه پوليس په يوه ترافيکي پېښه کې مړه او يو بل پوليس ټپي شو.
د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې د دې ولسوالۍ ګورزاد کوتل ته نږدې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د فارياب د امنيه قوماندانۍ د نظامي څارنوال د مرستيال سمونوال عنايت الله په ګډون پنځه پوليس مړه او يو بل ټپي دى.
عبدالله زياته کړه، چې ټپي پوليس د دې ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او ډاکترانو يې روغتيايي وضعيت ښه بللى دى.
خو د فارياب ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال بريالي پرواني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې د سمونوال عنايت الله نبرد په ګډون درې پوليس مړه او يو بل ټپي دى.
سرچينې زياته کړه، چې د نظامي څارنوالۍ مرستيال د دندې لپاره اندخوى ولسوالۍ ته روان وو، چې دغه پېښه د چلوونکي د ګړندي تګ له امله رامنځته شوه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن