منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

له سلو زيات پاکستاني سرتېري تر واورو لاندې شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۹ کتنې

اسلام اباد (پژواک ١٩ ورى ٩١): د پاکستان او هند ترمنځ د کشمېر په سياچن سيمه کې کې د واورې ښويېدو له امله تر سلو ډېر پاکستاني سرتېري مړه شوي دي.

په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتر څخه د وري په ١٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې  دا پېښه نن سهار وخته شپږو بجې د کشمير په سياچن سيمه کې رامنځته شوې ده.

سياچن د هماليې د غرونو د لړۍ برخه ده او د نړۍ تر ټولو لوړه پوځي سيمه ده، چې له کلونو کلونو راهيسې هند او پاکستان پرې جګړې هم کړې دي.

په دې سيمه کې زرګونه پاکستاني او هندي سرتېري مېشت دي او هر يو يې د خپلې سيمې ساتنه کوي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر ويلي، چې له يادې پېښې وروسته د چورلکو او پليو ځواکونو په مرسته د نادرکه شوو سرتېرو د پلټنې عمليات پيل شوي دي.

سرچيينې زياته کړه، چې تر اوسه د يو شمېر سرتېرو مړي يې را ايستلي او د نورو پلټنه روانه ده.

بلخوا پاکستانۍ رسنيو خبر ورکړى، چې په دې پېښه کې د يو شمېر افسرانو په ګډون ١٣٥ سرتېري نادرکه شوي دي.

تر دې مخکې هم په دې سيمه کې لسګونه سرتېري په بېلابېلو وختونو کې د سختې يخنۍ او واورو له امله مړه شوي دي.