منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۲ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

په خوست کې د فوټبال سيالۍ پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۳ کتنې

خوست ښار (پژواک ١٩ ورى ٩١): په خوست ولايت کې ((زموږ ښار زموږ کور)) په نوم د فوټبال سيالۍ پیل شوي.

  د خوست د اولمپيک امر عزيز ملنګ د وري په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو سياليو کې، چې نن پيل او یوه مياشت به دوام ولري، د خوست پر مرکز سربېره د دولسو ولسواليو  ۲۳ لوبډلې برخه لري.

 ده زیاته کړه چې دغه سيالۍ د خوست ښاروالۍ او د دغه ولایت د اولمپيک امريت په ګډه همکارۍ جوړې شوي، چې موخه يې  خلکو ته د پاکوالي پيغام ورکول دي.

 د ملنګ په خبره، په يادو سياليو کې ګډون کوونکو لوبډلو ته جامې هم ورکول کېږي چې ټول لګښت يې  ٢٠٠زره افغانۍ کېږې.

په خوست کې د فوټبال فدراسون استازي سلطان وايي، چې دغه سيالۍ به د پروژې په باغ کې ترسره کېږي.

نوموړي زياته کړه چې په دغو سياليو کې به لوبغاړي يو له بل سره اشنايي پيدا کړي او همداراز د تجربو شريکولو ترڅنګ به غوره لوبغاړي هم په ګوته شي.

د احمد په نوم يوه لوبغاړي چې په يادو سيالیو کې يې برخه اخیستې وه، پژواک ته وويل، خوښ دى چې د ټول ولایت په کچه ورته د فوټبال سيالۍ جوړې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، دا ډول سيالۍ کولاى شي د لوبغاړو په روزنه او وړتيا کې مثبت رول ولري.

خو نوموړي د خوست له ځايي ادارې څخه غوښتنه کوله، چې په دغه ولايت کې د هېواد په کچه سيالۍ جوړولو ته زمینه برابره کړي.

 د يادولو ده، چې په خوست کې د فوټبال په برخه کې ډېر شمېر ځوانان په لوبو بوخت دي؛ خو دوی ګيله کوي چې مسلکی روزونکي نه لري.