منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۳ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

اندونيزيا ١٢٠ افغانان له ماتې شوې کښتۍ وژغورل

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۲ کتنې

کابل ( پژواک ٢١ ورى ٩١ ) : د اندونيزيا هېواد چارواکي وايي چې د لرګيو له ماتې شوې کښتۍ څخه يې ١٢٠ افغانان ژغورلي  چې غوښتل يې په غير قانوني توګه اسټراليا ته ولاړ شي .

د اندونيزيا د پلټنې او ژغورنې ملي ادارو مسوولينو د وري په ٢١مه، رسنيو ته ويلي چې پرون دوى په سمندر کې د يوې کښتې چلوونکي څخه د مرستې اشارې ترلاسه کړې.

سرچينې زياته کړې چې ددوى ځواکونه ديادې کښتې ژغورنې او مرستې ته ورغلل او په ټانکرونو کې يې ١٢٠ افغان کډوال وژغورول او د مغربي ايالت جاوا سرحدي سيمو ته يې ورسول.

عيني شاهدانو ويلي چې پوليسو له دغو ژغورل شويو کسانو څخه پلټنې پيل کړې دي، خو دغو افغانانو انکار کړى دى چې له ټانکرونو څخه راووځي.

د اندونيزيا د ژغورنې ادارې ويلي چې دوى به دغه کسان د کډوالۍ ادارې ته وسپاري او ټاکل شوې ده، چې هغوى يې بېرته خپل هېواد ته راستانه کړي.

ديادونې وړ ده چې له غريبي اسيايي هېوادونو لکه افغانستان، پاکستان، سريلانکا، بنګله دېش او چين څخه سلګونه کسان داندونيزيا له لارې په غير قانوني توګه اسټراليا ته ځي ، خو هر کال ګڼ شمېر په سمندر کې غرقيږي.