منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۴ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

د تنکيو ځوانانو فوټبال لوبډلې د پاکستان “A” لوبډلې ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

 اسلام اباد (پژواک٢٣ورى٩١): د افغانستان د ١٤ کلنو تنکيو ځوانانو فوټبال لوبډلې د پاکستان اې “A” لوبډلې ته دوه د صفر پروړاندې ماتې ورکړه؛ خو له پاکستان اې “E” لوبډلې سره يې لوبه صفر د صفر پر وړاندې مساوي پاى ته ورسېده.

 د افغانستان د فوټبال لوبډلې منېجر طاهر رووفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه لوبې د اسلام اباد په جناح فوټبال سټيډيم کې ترسره شوې.

 رووفي زياته کړه، چې د افغانستان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه نن سهار شاوخوا ١٠ بجې د پاکستان له اې “E” لوبډلې سره وکړه، چې دواړه لوبډلې له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېدې، يو د بل پر وړاندې کوم ګول ووهي؛ نو لوبه صفر د صفر پر وړاندې مساوي پاى ته ورسېده.

  د نوموړي د معلوماتو له مخې، دويمه لوبه د افغانستان د تنکيو ځوانانو او د پاکستان د اې “A” لوبډلې ترمنځ وشوه.

 رووفي وويل چې د افغانستان لوبډلې خپله دويمه لوبه په ډېر شور سره ترسره کړه، چې د لوبې په لومړي پړاو کې افغان لوبغاړي اميد حيدري او مرتضى يو يو ګول وواهه.

  د افغانستان ټيم منېجر پژواک اژانس ته وويل، چې د پاکستان اې”E” لوبډله د ګول په وهلو بريالۍ نه شوه او په دې توګه د افغانستان په ګټه پاى ته ورسېده.

  په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له لوري د اولمپک کمېټې استازي حاجي همايون علي پژواک اژانس ته وويل، چې د لوبې د پرانستې په مراسمو کې د سفارت مستشار اسدالله طرزي او فرهنګي اتشه زردشت شمس هم ګډون درلود.

 حاجي همايون د اسيا فوټبال فدراسيون څخه د دې لپاره مننه وکړه، چې د سيمې د ګاونډيو هېوادونو لوبغاړو لپاره يې لوبې ترتيب کړې دي.

  د يادونې ده چې د فوټبال په دې سياليو کې چې څلور نورې ورځې به هم دوام وکړي، د افغانستان، تاجکستان او پاکستان لوبډلې برخه لري.