تالقان (پژواک ٢٣ ورى ٩١):د تخار ولايت په بهارک ولسوالۍ کې سېلاب ٤٠ کورونه او څه باندې سل جريبه کرنيزه ځمکه له منځه وړې ده.
د تخار ولايت د سيمه ييزو چارواکو په وينا، په دې پېښه کې نږدې دوه کلي ويجاړ شوي او نښلوونکې لاره يې هم تړل شوې ده.
د بهارک ولسوال عبدالرشاد پژواک خبري اژانس ته وويل، که څه هم دې سېلابونو تېره شپه ځاني مرګ ژوبله نه درلوده، خو د شپې په اوږدو کې د مړه کېدو له وېرې د کليو زرګونه اوسېدونکي غرونو ته وختل.
نوموړي زياته کړه، چې سېلاب د همبر غره له لمنو څخه راووت، د استوګنې ٤٠ کورونه يې ويجاړ او څه باندې سل جريبه ځمکه يې له منځه يوړه.
هغه زياته کړه، چې د ولسوالۍ پوليسو د شپې په جريان کې د ژغورنې عمليات ترسره کړل؛ خو له نېکه مرغه ځاني تلفات يې نه درلودل.
د تخار د بهارک ولسوالۍ يو سېلاب ځپلى عبدالخير وايي: ((د سېلاب د غږ په اورېدو سره له ماشومانو سره غره ته وتښتېدو.))
نوموړي زياته کړه، چې کورونه يې ويجاړ شوي دي او هيله لري، چې دولت د استوګنې د نه شتون په برخه کې ورته پاملرنه وکړي.
د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالسلام وايي، چې شپه يې د سېلاب له وېرې په غره کې سبا کړې او له دولت څخه يې وغوښتل، څو له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.









