منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۳ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

په غزني کې د څانګې وهنې (نيزه بازي) لوبه د له منځه تلو په حال کې ده

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

غزني ښار (پژواک ٢٦ ورى ٩١): د غزني اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولايت کې د نيزه بازۍ (څانګه وهنه) لوبه د نا امنيو او يو شمېر نورو لاملونو له امله د له منځه تلو په حال کې ده.

نيزه بازي، چې د غزني يو شمېر خلک څانګه وهل ورته وايي، د غزني سيمه ييزه او ملي لوبه بلل کېږي او د دغه ولايت په ټولو سيمو كې دود ده او ګڼ شمېر مينه وال لري.

د دغې لوبې په اړه ويل كېږي، چې مخينه يې سلګونو كلونو ته رسېږي او دغه مهال د دغې لوبې لوبغاړي د يوه فدراسيون په چوكاټ كې د غزني د المپيک له امريت سره پر فعاليت بوخت دي.

د څانګه وهنې لوبغاړي شکايت کوي، چې په سيمه كې د امنيتي ستونزو له امله په ډاډ سره لوبې او سيالۍ نه شي ترسره كولاى.

د غزني د اندړو ولسوالۍ يو سپين ږيري قلم شاه پژواک اژانس ته وويل، چې د څانګه وهنې لوبه د پخوا په څېر اوس نه ترسره کېږي.

ده زياته کړه: ((پخوا به چې چېرته نيزه بازي وه، نو تر دوو زرو كسانو په شاوخوا كې به يې خلك نندارې ته راتلل، اوس نه هغه پخوانۍ لوبې شته او نه هم هغه پخواني اسان او نيزه وهونکي.))

د هغه په وينا، اوس په خلکو کې هم هغه شوق نشته، چې دا دوديزه لوبه ترسره کړي او له بلې خوا د امنيتي ستونزو له امله هم خلک لرې ځايونو ته د نندارو لپاره نه ځي او له پېښو وېريږي.

قلم شاه وايي، چې دغه لوبه د غزني په شيلګر (د اندړو ولسوالۍ) سيمه كې ډېره دود وه او خلکو به همېش په ډېر شوق سره دغه لوبه ننداره کوله.

نوموړي وويل: ((چا چې به ښه نيزه واخيسته هغه ته به خلکو ډالۍ وركولې او د دغې لوبې نندارې ته به له ګاونډيو ولايتونو هم خلك راتلل او پر شپو شپو به دلته پراته وو.))

د ده يک ولسوالۍ د روزي کلا اوسېدونکي ۷۰ کلن څانګه وهونکي ببرک پژواک اژانس ته وويل، چې د چارواکو د نه پاملرنې له امله څانګه وهنه، چې پخوانۍ او دوديزه لوبه ده، مخ په ورکېدو ده.

د هغه په وينا، پخوا به په هره مېله، واده او د اختر په شپو ورځو کې د څو سيمو خلک يو ځاى کېدل او دغه لوبه به يې ترسره کوله.

نوموړي زياته کړه، هر ځل به چې د څانګې وهنې (نېزه بازۍ) لوبه چېرته ترسره کېده، تر دوو يا درېيو زرو کسانو سربېره به تر څلوېښتو او پنځوسو آسونه ورته تيار شوي وو او څلور ډولونه ورته وهل کېدل.

ده وويل: ((اوس دا هر څه له منځه تللي، په تېرو لسو کلونو کې دغه لوبه زموږ په سيمه کې نه ده ترسره شوې او دغه راز موږ د دغې لوبې د ترسره کولو لپاره مناسب ميدانونه نه لرو او بل دا چې خلک د نا امنۍ له امله هم د دغې لوبې ننداره نه شي کولاى.))

ببرک وايي، که چېرې دولت دغې ملي او دوديزې لوبې ته پاملرنه ونه کړي، د لږ وخت په تېرېدو به له خلکو هېره شي.

د غزني ولايتي شورا غړى امان الله کامراني هم وايي، چې پخوانۍ او نامتو لوبه څانګه وهنه (نيزه بازي) اوس د امنيتي او ټولنيزو ستونزو له امله مخ په ورکېدو ده.

نوموړي په دې برخه کې د غزني د المپيک امريت چارواکي پړه بولي او وايي، چې د هغوى نه پاملرنه د دې سبب شوه، چې اوس مهال دغه لوبه نه ترسره کېږی.

هغه پژواک ته وويل: ((د څانګې وهلو لوبه زياتره د اندړو په ولسوالۍ کې ترسره کېده، خو اوس د چارواکو د نه پاملرنې له امله هېڅ نه ترسره کېږي.))

د کامراني په خبره، دا چې دا لوبه اوس ډېره نه ترسره کېږي، نو د سيمې خلکو هم خپل اسونه په ډېره ارزانه بيه وپلورل، خو پخوا به په هر کور کې يو اس ولاړ و.

د غزني د المپيک امريت چارواكي بيا وايي، چې نا امنيو د دغه فدراسيون پر فعاليتونو منفي اغېز کړى دى.

د غزني د المپيک امر بادشاه خان هزبر پژواک اژانس ته وويل، دوى په پام كې لرله چې په نږدې وختونو کې په غزني كې د څانګه وهنې د فدراسيون د يوولسو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کړي، خو د نا امنو له امله ونه توانېدل.

د ده په خبره، په غزني کې د څانګه وهنې فدراسيون د دغې لوبې يوولس لوبډلې لري، چې شاوخوا دوه سوه غړي لري.

نوموړي زياته کړه، اوس يې هم هڅې پيل كړې، چې د څانګې وهنې فدراسيون لوبې ترسره کړي.

هزبر زياته کړه: ((د سيمه ييزو لوبو ودې او پراختيا ته مو په خپلو پرګرامونو كې ځاى وركړى او اوس د قومي مشرانو په مرسته هڅه كوو، چې دغه ستونزې له منځه يوسو.))

د ده په وينا، د څانګې وهنې د لوبې د بېرته فعالېدو او د څانګه وهونکو په اړه يې له لوړ پوړو چارواکوسره خبرې کړې، تر څو دغه لوبه بيا په پښو ودرېږي.

په غزني كې د څانګې وهنې، خوسي، غېږ نيونې، تېږه اچول، كوله شتره او داسې نورې سيمه ييزې لوبې له ډېر پخوا راهيسې دود دي، خو د خلكو په وينا، كه چېرې د دغو لوبو د ودې او پراختيا لپاره کار ونه شي، ښايي له منځه ولاړې شي.