تالقان (پژواک ٢٩ ورى ٩١): د تخار په روستاق ولسوالۍ کې څه باندې ١٠٠ زده کوونکې نجونې د اوبو له څښلو وروسته مسموم شوې دي.
د تخار د والي وياند مصطفى رسولي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن غرمه (د وري ٢٩مه) د دې ولسوالۍ د نجونو په مرکزي لېسه کې رامنځته شوه.
هغه وويل، چې مسموم شوې زده کوونکې ولايتي او د ولسوالۍ روغتونو ته رسول شوي او تر بېړنۍ څارنې لاندې دي.
د روستاق ولسوال محمدحسين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ليسې څه باندې سل زده کوونکې وروسته له هغه مسمومې شوې، چې اوبه يې وڅښلې.
سرچينې وويل، چې اوبه د يوه نل له لارې د لېسې ذخيرې ته راځي، خو تر اوسه د مسموميت لامل او په اوبو کې د کارول شوو توکو ډول نه دى څرګند شوى.
د روستاق ولسوال وويل، چې مسموم شوې زده کوونکې د ١٠ او ١٨ کلونو ترمنځ عمر لري، چې روغتون ته لېږدول شوې دي.
که څه هم ده د مسموم شوو نجونو کره شمېره په ډاګه نه کړه ، خو زياته يې کړه چې ښايي د مسموم شوو شمېر زيات شي.
د هغه په وينا، په دې اړه يې څېړنې پيل شوې، خو تر اوسه کوم پرمختګ نه دى شوى.
د يادونې ده، چې دوه کاله مخکې هم د فرخار ولسوالۍ د نجونو په يوه ليسه کې يو شمېر زده کوونکې مسموم شوې وې.










