جلال اباد (پژواک ٣١ ورى ٩١): د تور خم-جلال اباد پر لويه لار د ثمرخېلو په سيمه کې د ترافيکې پېښې له امله يو تن مړ او نهه نور ژوبل شوي دي.
د ننګرهار ولايت د ترافيکو مدير سمونوال غلام دستګير رحيمي د وري په ٣١مه پژواک اژانس ته وويل، چې ياده پېښه نن غرمه مهال شاوخوا ١٢بجې د کرولا او پيک اپ ډوله موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوه.
د هغه په وينا، په دغې پېښه کې د کرولا چلوونکى وژل شوى او د پيک اپ موټر نهه سپرلي ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې پېښه د موټر چلوونکو د ګړندي تګ او بې احتياطۍ له امله رامنځ ته شوې او په اړه يې پلټنې روانې دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر بازمحمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې له يادې پېښې ورته د يوې ښځې په ګډون پنځه تنه ټپيان ور وړل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى.
په سيمه کې يو عيني شاهد افسر خان وويل، چې په دغې پېښه کې ټپي شوي اوه تنه يې وليدل، چې ويني ترې بهېدې.
د ده په خبره، ټپيان او مړى تر نيم ساعت پورې د پېښې په ځاى کې پراته وو او هېڅ څوک نه وو چې ټپيان روغتون ته ولېږدوي.
نوموړي پر دولت نيوکه وکړه، چې د دغه ډول پېښو پر مهال ځان پر وخت سيمې ته نه رسوي.










