منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۳ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

په اروزګان کې سيلابونو شاوخوا ٢٥٠ کورنۍ بې ځايه کړې

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

ترينکوټ( پژواک دغويي لومړۍ نېټه۹۱ ): تېره شپه سېلاب د اروزګان د مرکز اړوند د شاه منصور په کلي کې تر ٢٥٠ ډېر کورونه نړولي او يا يې سخت زيانمن کړي ،خو ځاني زيان يې نه دى اړولى.

     د همدې کلي يوتن اوسېدنکي عزت الله په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې سېلاب تېر ماښام  د دوى کلي ته ورسېد،خو د کلي اوسېدونکي مخکې له دې، چې سېلاب زور واخلي او مرګ ژوبله واړوي ، له کلي ووتل.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې،په دې کلي تر٢٥٠ ډېر کورونه دي ، چې يو شمېر يې نړېدلي او يو شمېر هم   زيانمن شوي دي.

 عزت الله وايي، چې دده د کور د انګړ ټول ديوالونه  نړېدلي او په خونو کې يې اوبه ولاړې دي.

 ده وويل چې د کلي ځينې اوسېدونکي کلي ته څېرمه يوې تپې ته تللي او ځينې يې په شاوخوا کليو کې د خپلوانو کره تللي دي .

 هغه وويل،چې د کلي خلکو له خپلو کورونو څخه هېڅ شى هم له ځان سره نه دي وړي.

 دى وايي ، چې تېره شپه دولت بېځايه شويو کورنيو ته يوه اندازه خوراکي توکي او کمپلې وروړې دي .

 نوموړى زياتوي، چې دولت بايد له زيانمنو کورنيو سره د بېړنيو مرستو ترڅنګ، نوره مرسته هم وکړي، ترڅو خپل کورونه بېرته ورغوي.  

سرچينه وايي ، چې د سيمې خلک د خپلو کورونو د بيا جوړولو وس نه لري.

نن د اروزګان والي اميرمحمد اخوندزاده سېلاب ځپلې سيمې ته ولاړ او له ځينو سېلاب ځپلو کورنيو سره يې د يوې اندازې اوړو او غنمو مرسته وکړه.

ده وويل ، چې له ځينو موسسو سره يې خبرې کړې دي او تر سبا به له ټولو سېلاب ځپلو سره د خوراکي او نورو اړينو توکيو مرستې وشي.