ترينکوټ (پژواک ۲ غويى ۹۱): په اروزګان کې د هغو سېلاب ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه، چې د تېرو څو ورځو ورښتونو له امله يې کورونه نړېدلې او زيانمن شوي دي.
د اروزګان ولايت د سرې مياشتې رييس ايمل هاند د غويي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد مرسته شوي توکي يې نن پر هغو ۲۵۰ کورنيو ووېشل، چې د سېلابونو له امله له خپلو کورونو څخه بې ځايه شوي وو او کورونه يې سېلابونو او ورښتونو نړولي دي.
د هغه په وينا، په دغه مرسته شويو توکو کې وريجې، اوړه، غوړي، لرګي، د پخلنځي سامان او نور اړين توکي شامل دي، چې ټول ارزښت يې اووه ميليونو افغانيو ته رسېږي.
نوموړي زياته کړه، چې له نننيو مرستو څخه يې هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو اوړه، ۵۰ کيلو وريجې، دوه بوشکې پنځه لېټره غوړي، يوه خېمه، کمپلې او نور خوراکي توکي ورکړل.
هاند وويل: ((دغه مرستې د سرې مياشتې د رياست ترڅنګ يو شمېر نورو مرستندويه موسسو هم راکړې وې، چې زه له ټولو څخه مننه کوم چې په دومره مهم وخت کې چې سخته اړتيا ورته وه، دوى له موږ سره مرسته وکړه.))
د شهزاده په نوم يو تن چې د تېرو ورځو د سېلابونو له امله يې کور نړېدلی او دا مهال په يوه دښته کې اوسېږي، پژواک اژانس ته وويل، دغه مرسته کولای شي چې د څو ورځو لپاره يې ستونزې هوارې کړي.
نوموړى له دولتي چارواکو څخه خوښ و، چې دوی ته يې مرستې پر وخت ورسولې.
يو بل سېلاب ځپلى سردارمحمد هم په دې مرستو خوښ و، خو له چارواکو يې وغوښتل، چې د کورونو په بيارغونې کې هم مرسته ورسره وکړي.









