منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۳ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

حامد شينوارى: د کرکټ غوره ليګ سيالۍ راتلونکى کال پيلوو

· ۴ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

کابل ( پژواک ٣ غويى ٩١): د کرکټ بورډ نوى اجرايوي رييس ډاکټر حامد شينوارى وايي چې دوى غواړي راتلونکى کال د افغانستان د غوره ليګ کرکټ سيالۍ پيل کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د غويي په دويمه‌، پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.

ډاکټر حامد شينوارى د دويم ځل لپاره د افغانستان کرکټ بورډ اجرايوي رييس ټاکل شوى دى. نوموړى له دې مخکې د ٢٠١٠ کال په لومړيو مياشتو کې په دې دنده ګومارل شوى و؛ خو له اتو مياشتې دندې وروسته هغه د ٢٠١١ زېږديز کال د جنورۍ په مياشت کې د لوړو زده کړو لپاره اسټراليا ته ولاړ او تېره مياشت بېرته راغى.

نسيم الله دانش، تراوسه د کرکټ بورډ د اجرايوي رييس په توګه دنده ترسره کوله.

ډاکټر حامد شينواري په دغې مرکه کې وويل، چې د افغانستان کرکټ بورډ په ډېره کمه موده کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې.

هغه زياته کړه، چې د دې ادارې د پرمختګ لپاره پراختيايي او ستراتيژيک پلان اوس جوړ شوى دى، په هغه نور کار کوي او دا پياوړى کوي.

نوموړي وويل چې دوى غواړي د کرکټ د نړيوالې شورا او نړيوالو معيارونو سره برابره يوه اداره ولري؛ ځکه چې د ده په وينا، د کرکټ د دويمې او لومړۍ درجې غړيتوب لپاره يو مهم شرط د ښې ادارې شتون دى.

د شينواري په وينا، دوى غواړي د پنځه کلنې تګلارې له لارې خپل عوايد ترلاسه کړي او هڅه به کوي، چې د کرکت بورډ اداره په خپلو ودروي.

د کرکټ بورډ اجرايوي رييس وويل، چې د عوايدو لوړېدل د بېلابېلو پروژو او د ننګرهار د غازي امان الله خان نړيوال لوبغالي له لارې ترسره کېداى شي.

هغه زياته کړه، په دې لوبغالي کې به ملي او نړيوالې سيالۍ ترسره شي، چې په ترڅ کې به کرکټ بورډ ډېر زيات عوايد ترلاسه کړي.

حامد شينواري دغه راز وويل، اداره يې په پلان کې لري چې راتلونکى کال د افغانستان پريمير يا د افغانستان د غوره او لومړۍ درجې ليګ سيالۍ ترسره کړي.

دى وايي چې په دې سياليو کې به د ګاونډيو هېوادونو ترڅنګ د نورو اسيايي، اروپايي، افريقايي او امريکايي د کرکټ د لومړۍ، دويمې او درېيمې درجې غړيتوب لرونکو هېوادونو لوبغاړي راوغواړي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امنيتي ستونزو له امله به څه ډول بهرني لوبغاړي د افغانستان په ليګونو کې لوبو کولو ته زړه ښه کړي؟ وويل: ((کرکټ ته د عامو افغانانو، دولت او وسلوالو مخالفينو ملاتړ حاصل دى؛ نو ځکه زه فکر نه کوم، چې کومې امنيتي ستونزې سره به مخامخ شو.))

هغه زياته کړه: ((لوبې او بيا په ځانګړې توګه کرکټ د سولې او يووالي پيغام له ځانه سره لري، ځکه نو موږ هم په ډاډه زړه هر چېرې دا لوبه ترسره کوو.))

ډاکټر حامد وويل، چې په ننګرهار او کابل کې د کرکټ مينه وال ډېر دي او سياليو ته تر شل زرو پورې ننداره کوونکي راځي، چې د تکټونو او سپانسرشيپونو له لارې به ډېرې پيسې ترلاسه شي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې له انګلستان څخه وروسته په هندوستان، اسټراليا او بنګله دېش کې د غوره ليګ سيالۍ دود شوي، چې نه يواځې مينه وال يې زيات شوي، بلکې اړوندې ادارې ښه عايد هم ترې ترلاسه کوي.

د کرکټ بورډ اجرايوي رييس وويل، د دوى بل پلان دادى چې په هېواد کې کورنى کرکت پياوړى کړي.

هغه زياته کړه: ((موږ غواړو د ولايتونو او زونونو ترڅنګ په ولسواليو، کليو او ښوونځيو کې هم د کرکټ لوبډلې ولرو، ترڅو له دې لارې ښه او پياوړي لوبغاړي ومومو.))

ډاکټر حامد وويل چې د دوى اداره، اوس مهال سل په سلو کې په بهرنيو مرستو خپل کارونه پر مخ وړي او دوى هڅه کوي، چې د بازارموندنې څانګه ښه فعاله کړي او خپله اداره په خپلو پښو ودروي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې دوى به د لومړۍ درجې هېوادونو د کرکټ بورډونو له ادارو سره خپلې اړيکې پياوړې کوي، ځکه د دوى ملاتړ اړين دى.

د هغه په وينا، دوى غواړي د ښځو لوبډله هم جوړه کړي، خو د هېواد امنيتي او ټولنيز شرايط د دې اجازه نه ورکوي، چې دمګړۍ دغه لوبډله جوړه کړي.

ټاکل شوې ده، چې په روان زېږديز کال کې د هېواد د ځوانانو او مشرانو ملي لوبډلو نړيوالو جامونو ته لارې موندلې دي.

د کرکټ بورډ اجرايوي  رييس وايي، چې د دې سياليو لپاره دوى بشپړ چمتووالى نيولى او د دغو لوبډلو لپاره د هېواد په دننه او بهر کې د تمريناتو ښې اسانتياوې برابرې کړي.

هغه د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې د بهرني روزونکي کبيرخان د کارونو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې د هغه د ښې روزنې له امله ملي لوبډلې نړيوال جام ته لاره پيدا کړه.

حامد شينواري زياته کړه، چې په اسټراليا کې د ١٩ کلنو د نړيوال جام له مهال وېش  څخه مخکې به د ١٩ کلنو لوبـډله هلته لېږي، څو له ځايي لوبـډلو سره تمرينات ترسره کړي.