منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۱ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د سېلابونو له امله ١٥ تنه مړه او سلګونه کورونه ويجاړ شوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

مزار شريف-غزني ښار (پژواک ٤ غويى ٩١): په بلخ او غزني كې د تېرې ورځې د سېلابونو له امله ۱۵ تنه مړه، څلور نادرکه او شاوخوا ١١ سوه كورونه ويجاړ او يا هم زيانمن شوي دي.

د سېلابونو زيانمن د بېړنيو مرستو غوښتنه كوي، چې تر دې دمه ورسره هېڅ ډول مرستې نه دي شوې.

د بلخ د ولايتي شورا مرستيال حاجي غلام عباس اخلاقي د غويي په ۴مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د تېرې ورځې د سېلابونو له امله د دغه ولايت په شولګره او كشندې ولسواليو او د مزارشريف په شاوخوا سيمو كې لسګونه كسان وژل شوي او د سلګونو كورونو د ويجاړېدو سربېره زرګونه جريبه كرنيزه ځمكې هم له منځه تللې دي.

نوموړي زياته كړه، چې په شولګرې ولسوالۍ كې څلور او په كشندې ولسوالۍ كې ۱۱تنه وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په دواړو ولسواليو كې نږدې ۷۰۰ كورونه او د مزارشريف ښار په شاوخوا سيمو كې ۸۰ كورونه  ويجاړ  او يا هم زيانمن شوي دي.

اخلاقي وويل، چې سربېره پر دې په شولګره ولسوالۍ كې دوه ژرندې او د ولسوالۍ د مركز بازارګوټى، چې ۶۰ دوكانونه په كې دي، ټول له منځه تللي دي.

د شولګرې ولسوالۍ د مركز اوسېدونكي محمدظفر پژواك ته وويل، چې بېګا شپه د دغې ولسوالۍ د غرب له لوري د سېلاب باراني اوبو سر وكړ، چې پر لاره يې زيات شمېر كورونه او كرنيزې ځمكې لاندې كړې.

نوموړي زياته كړه، چې د ولسوالۍ په مركز كې د درېيو ماشومانو مړي پيدا شوي، چې د سېلاب اوبو راوړي وو.

د هغه په وينا، د  دغې ولسوالۍ په بابا عوض، شېخان، باغ پهلوان او د ولسوالۍ د بازار د شاوخوا كليو نږدې سل كورونه زيانمن شوي دي.

ده زياته کړه، چې د دغې ولسوالۍ په بورګي كلي كې د اوړو دوه ژرندې هم سېلاب له منځه وړې دي.

محمد ظفر وويل، چې كه چېرې دولت ژر تر ژره مرسته ونه كړي؛ نو په سيمه كې به زيانمن كورونه په پوره توګه ويجاړ شي.

د دغه ولايت د بېړنيو پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس حاجي رحمت الله د سېلابونو له امله اوښتي زيانونه مني او وايي، چې ټولو سيمو ته يې د زيانونو او اوښتې مرګ ژوبلې د كره شمېرې د تر لاسه كولو لپاره پلاوي استولي دي.

نوموړي زياته كړه، چې د زيانمنو كورونو غړي، اړ شوي، چې خپله سيمه پرېږدي او په شاوخوا كليو كې دېره شي.

د هغه په وينا، سربېره پر دې د راغلو سېلابونو له امله په دواړو ولسواليو كې زرګونه جريبه كرنيزه ځمكه هم خړې لاندې كړې، چې كښت يې ورته په پوره توګه له منځه وړى دى.

د يو بل خبر له مخې، چارواکي وايي، چې تېره شپه سېلابونو د غزني د ګېلان ولسوالۍ په يو شمېر کليو کې له ۳ سوو زياتو کورونو او دوکانونو ته زيان اړولى دى.

دګېلان ولسوال سباوون پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام ناوخته د دغې ولسوالۍ په داغوجان، شېنکۍ، جنډې بازار او په يو شمېر نورو کليو کې سېلابونه راوتلي وو، چې له ۳ سوو څخه زيات کورونه او دوکانونه يې زيانمن او ويجاړ کړي دي.

نوموړي زياته کړه: ((د ګېلان ولسوالۍ په ضابط کلي کې څلور تنه نادرکه دي، تر اوسه څرګنده نه ده چې چېرته دي او په دغه کلي  کې شل کورونه هم زيانمن شوي دي.))

د هغه په وينا، اوس هم يو شمېر کورنۍ په سېلاب کې بندې پاتې دي او د دي ترڅنګ يې په زرګونو جريبه کرنيزه ځمکه له منځه وړي او يو شمېرکارېزونه يې بند کړي دي.

نوموړي له لوړ پوړو چارواکو وغوښتل، هر څومره ژر چې کېږي بايد له يادو زيانمنو مرسته وکړي.

د غزني د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس حفيظ الله ګلستاني هم دا پېښې مني او وايي، چې د غزني په ګېلان ولسوالۍ کې سېلابونو زيات مالي زيانونه اړولي دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې دى اوس د ګېلان ولسوالۍ ته روان دى او ګوري چې څومره زيانونه اوښتي دي.

 ګلستاني په دي اړه نور معلومات نه درلودل او زياته يې کړه، چې سيمه له نږدې وګوري له هغې وروسته به ورته ارقام په ډاګه شي.