پلخمري (پژواک ٥ غويى ٩١): د بغلان په دهنې غوري ولسوالۍ کې څه باندې ١٥٠ سېلاب ځپلې کورنۍ، له درېيو شپو را په دېخوا له سرپناه پرته شپې او ورځې تېروي.
يلذې کورنۍ وايي، سره له دې چې د څښاک اوبه، خوراکي توکي او د اوسېدو ځاى نه لري، خو تر اوسه هېڅ دولتي ارګان ورسره مرسته نه ده کړې.
د دهنه غوري ولسوالۍ د خواجه پاک سيمې اوسېدونکي محمد ياسين پژواک اژانس ته وويل، چې سيمې ته غځېدلې لاره بنده شوې او د دې سيمې اوسېدونکي خوراکي توکي او د څښاک اوبه نه لري.
هغه، چې شپږ کسيزه کورنۍ لري، زياته يې کړه: ((دا درېيمه شپه ده، چې تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوو.))
د دهنه غوري د درۀ کلان سيمې اوسېدونکي ارباب محمدنسيم هم د بغلان پر دولتي چارواکو کلکه نيوکه وکړه او ويې ويل، سره له دې چې دولتي مسوولينو درې، څلور ځله له سېلاب ځپلو کسانو او سيمو څخه ليدنه وکړه او د هغوى نومونه يې وليکل، خو تر اوسه يې ورسره کومه مرسته نه ده کړې.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، که چېرې ډېر ژر دغو کسانو ته روغتيايي مرستې ونه رسېږي، نو ښايي د دغو سېلاب ځپلو کورنيو ماشومان، د سړې هوا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د هغه په وينا، يو شمېر سېلاب ځپلې کورنۍ د خپلو دوستانو کره مېشت شوي، خو څه د پاسه ١٥٠ کورنۍ له سرپناه پرته تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي.
په ورته وخت کې د بغلان له طبيعي پېښو سره د مبارزې د ادارې مشر محمدنصيرکهزاد پژواک ته وويل، چې د دغو سېلاب ځپلو کورنيو د وضعيت د معلومولو لپاره يې دهنې غوري ته پلاوى استولى دى، خو تر اوسه د زيانمنو کره شمېر نه دى معلوم شوى.
هغه وويل، د بغلان ولايت سره مياشت په پام کې لري، چې له زيانمنو شوو کورنيو سره لومړنۍ مرستې لکه خوراکي توکي، د څښاک اوبه، خېمې او د نورو توکو مرسته وکړي، خو ترڅو چې د سېلاب ځپلو کره شمېره معلومه نه شي،دا مرستې نه ترسره کېږي.
د بغلان په دهنۀ غوري ولسوالۍ کې د روانې اونۍ په سېلابونو کې د څلورو ماشومانو او دوو مېرمنو په ګډون ١٧تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او دوه تنه ورک دي، د دې ترڅنګ درې زره جريبه کرنيزه ځمکه له منځه تللې او څه د پاسه زر څاروي هم تلف شوي دي.