نيلي (پژواک ۶ غويى ۹۱): د يوه فلاينکوچ موټر د چپه کېدو له امله د داکنډي د اشترلي په ولسوالۍ کې د درېيو ښځو په ګدون شپږ تنه مړه او اته نور ټپيان شول.
د دايکنډي والي قربانعلي اروزگاني نن (د غويي شپږمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د اشترلي ولسوالۍ د خوشک په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ده په وينا، په دې پېښه کې يو فلاينکوچ موټر درې ته لوېدلى او په پايله کې يې شپږ تنه د درېيو ښځو په ګډون مړه شوي او اته نور د دوو پېغلو نجونو په ګډون ټپيان شوي دي.
اروزګاني وويل، چې د دې پېښې ټپيان، په نيلي کې ولايتي روغتون ته وړل شوي دي.
د اشترلي ولسوال مرتضي عالمي زاده هم له پژواک سره په خبرو کې دغه پېښه ومنله او د پېښې لامل يې د چلوونکي بې احتياطي وبلله.
هغه وويل، چې چلوونکى هم په دې پېښه کې ټپي شوى دى.
د خوشک کلي يوه اوسېدونکي ميرزا پژواک ته وويل: ((فلاينکوچ له مرکز څخه راغلى و،کلي ته په لاره و، د چلوونکي د بې احتياطۍ له امله لاندې درې ته وغورځېد.))
هغه زياته کړه، چې تر دې پېښې وروسته د پوليسو ځواکونه له يوه امبولانس سره له مرکز څخه د پېښې سيمې ته راغلل او ټپيان يې نيلي ته ولېږدول.
دا په داسې حال کې ده چې څلور مياشتې وړاندې د اشترلي ولسوالۍ د لوران خوشک په کوتل کې د يوه فلاينکوچ موټر د چپه کېدو له امله د يوې وړې نجلۍ په ګډون لس تنه ووژل شول او شپږ نور ټپيان شوي وو.









