فيض اباد-تالقان-شبرغان (پژواک ٧ غويى ٩١): په بدخشان، جوزجان او تخار ولايتونو کې د سېلابونو د راوتلو او د تندر لوېدو له امله پنځه تنه مړه شوي، ١٢ ټپيان او يو نادرکه دى، زرګونه جريبه ځمکه او لسګونه د استوګنې کورونه ويجاړ او زيانمن شوي دي.
دغه سېلابونه دوه ورځې مخکې په دغو ولايتونو کې راووتل او تر ننه (د غويي ٧مه) دوام لري.
د بدخشان والي مرستيال شمس الرحمن شمس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې موسمي اورښتونه او سېلابونو په دوو وروستيو ورځو کې، د دغه ولايت په ارګو او تشکان ولسواليو کې زيات شوي دي.
د نوموړي په وينا، د دغو اورښتونو پر مهال پر يوه کور تندر هم غورځېدلى، چې له امله يې دوه تنه مړه شوي دي..
شمس زياته کړه، چې په تشکان ولسوالۍ کې د سېلاب د راوتو له امله يو تن مړ شوى او ١١ نور ژوبل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، سېلابونو د تشکان ولسوالۍ په ګزدره، خانقا او خواجه افغاني کليو کې پنځه کرنيز کانالونه، پنځه د برېښنا بندونه، د څښاک د اوبو يوه زېرمه او عمومي سړک هم ويجاړ کړي دي.
د يو بل خبر له مخې، د جوزجان په قوش تپه ولسوالۍ کې د سېلابونو د راوتو له امله دوه تنه مړه او ٥٠ څاروي هم له منځه تللي دي.
د قوش تپې ولسوال امين الله پژواک ته وويل، چې سېلابونه له پرون راهيسې د شپې تر نيمايي پورې بهېدل او له امله يې دوه تنه مړه شول.
د هغه په وينا، په ترکمن قدق او تراغلي کليو کې هم سېلابونو ٥٠ څاروي له منځه وړي دي.
همداراز د تخار ولايت مسوولينو د تېرې ورځې په سېلابونو کې د دوو تنو د ټپي او نادرکه کېدو خبر ورکړ.
د تخار د والي سرپرست وياند مصطفى رسولي پژواک اژانس ته وويل، چې سېلاب په ينګي قلعه ولسوالۍ کې راوتلى دى.
د نوموړي په وينا، په دغو سېلابونو کې يو تن ټپي او يو نادرکه شوى دى.
رسولي زياته کړه، چې د سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو او مرګ ژوبلې معلومولو په اړه يې سيمو ته پلاوى لېږلى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په تخار او بغلان ولايتونو کې هم د سېلابونو د راوتلو له امله ١٢تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه او لسګونه کورونه زيانمن شوي وو.










