منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۱ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

په ٢٢زره سېلاب ځپلو کورنيو خوراکي توکي وېشل کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

کابل ښار (پژواک ٧ غويى ٩١): د افغانستان د سرې مياشتې ټولنه د هېواد پر دوه زره کورنيو د خوراکي توکو د وېش خبر ورکوي او وايي، چې  د ٢٠زره کورنيو لپاره خوارکي توکي چمتو دي.

دا مطلب د دې ټولنې وياند وليد اکبر سروري، نن (د غويي ٧مه) له زيانمنو شوو کورنيو سره  د مرسته شوو توکو د برابرولو پرمهال رسنيو ته په ډاګه کړ.

سروري زياته کړه، چې د تېرو لسو ورځو سېلابونو له امله په ٢٤ ولايتونو کې ٣٩ تنه مړه شوي، ٢٥ ټپيان دي او ٧ تنه نور ورک دي.

نوموړي همداراز د ١٢٠٠ کورونو په بشپړه توګه د ويجاړېدو خبر ورکړ او ويې ويل، چې شاوخوا ٧٠٠ نور کورونه په دې سېلابونو کې يو اندازه زيانمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي  ادارې پرون پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د سېلابونو راوتو له کبله لږ ترلږه ٤٧ کسان مړه شوي، ٢٧ ورک دي او څه باندې ١٤٠٠ کورونه زيانمن شوي او څه دپاسه ٦٨٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه او ١٦٢ کارېزونه او سربندونه هم ويجاړ شوي دي.

وليد اکبر سروري زياته کړه، چې يو شمېر ولايتونو کې تراوسه پر ٦٥٠ سېلاب ځپلو کورنيو خوراکي او غير خوراکي توکي وېشل شوي دي او اټکل کېږي، چې د دې لړۍ په دوام کې به ٢زره نورې کورنۍ هم له دې مرستو څخه برخمنې شي.

سرچينې د ټولو غير خوراکي توکو ارزښت، چې پر ٢٠زره زيانمنو شوو کورنيو به ووېشل شي، ٣٤ ميليونه افغانۍ وبللې.

نوموړي زياته کړه، چې پر هرې زيانمنې شوې کورنۍ ته يو بسته خوراکي او يو بسته غير خوراکي توکي ورکول کېږي، چې په خوراکي بسته  کې ٥٠ کيلويي  يوه بورۍ اوړه، ١٠ لېټره غوړي، يوه بورۍ وريجې، لوبيا، بوره او مالګه او غير خوراکي بسته کې کمپلې، ترپال، خېمه، دېګ، د پخلنځي وسايل او د اوبو بوشکه شامله ده.

سروري زياته کړه، چې دا مهال د دې ټولنې دڅه باندې ٥زره رضاکارانو له خوا د سېلاب ځپلو کورنيو سروې په سرپل، فارياب، جوزجان، کندوز، تخار، بغلان او خوست  ولايتونو کې  روانه ده.