منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۰ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د ايساف څلور سرتېري ووژل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۱ کتنې

 کابل ( پژواک ٨ غويى ٩١): د ايساف د څلورو سرتېرو په وژل کيدو سره په روان زېږديز کال کې په افغانستان کې د هغوى د تلفاتو شمېر ١٢٤ ته ورسېد.

 په هغه خبرپاڼه کې چې نن ( د غويي ٨مه) د ايساف د مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک خبري اژانس ته رسېدلې ، راغلي ، چې درې سرتېري يې تېره ورځ د افغانستان په ختيځ کې د سړک غاړې  ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

سرچينه زياتوي، چې د ايساف يو بل سرتېرى د افغانستان په سوېل کې ديوه تن په ډزو کې، چې د افغان امنيتي ځواکونو جامې يې پر تن وې، وژل شوى دى.

 په خبرپاڼه کې راغلي ؛ کوم چا چې دايساف پر سرتېري ډزې کړې دي، په ځوابي ډزو کې وژل شوى او په دې برخه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو څېړنې پيل شوې دي.

ايساف د وژل شويو سرتېرو او د پېښې د ځاى په اړه څه نه دي ويلي، خو د افغانستان په ختيځ کې ډېرى امريکايي سرتېري مېشت دي.

د ( آى کېژولټي) وېب پاڼې د معلوماتو له مخې، د روان زېږديز کال له پيل څخه تراوسه د ايساف ١٢٤ سرتېري د افغانستان په په بېلابېلو سيمو کې وژل شوي دي.

 له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ايساف ۲۹۷۸ سرتېري وژل شوي ، چې ۱۹۵۲ تنه يې امريکايان دي.