منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۰ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

په تخار او بغلان کې سېلابونو د ٧ تنو ژوند واخيست

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

تالقان، بغلان (پژواک ٩ غويى ٩١): په تخار او بغلان ولايتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله اووه تنه مړه، پنځه ټپيان او ٢٦ نور بې درکه شوي دي.

د تخار د والي د ويندوى د دفتر سرپرست مصطفى رسولي، نن (د غويي ٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه، سېلابونو د ياد ولايت په چاه اب ولسوالۍ کې د شپږو کسانو ژوند واخيست.

نوموړي وويل، چې په دغې پېښه کې څلور تنه ټپيان شول او د يوه شپانه په ګډون ٢٥ نور او ٢٠ څاروي بې ردکه شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په کلفګان او فرخار ولسواليو او همدارنګه د تالقانو ښار په شاوخوا کې سېلابونو ځاني زيان نه دى اړولى؛ خو نږدې ١٠٠٠ څاروي يې له منځه وړي دي.

رسولي زياته کړه، چې د استوګنې يو شمېر کورونه هم ويجاړ شوي دي؛ خو تراوسه يې د ورانېدو کچه تثبيت شوې نه ده.

نوموړي وويل چې مرستندويه توکي په لاس کې لري، خو د لارو د خرابوالي له امله اړو خلکو ته د مرستو په رسولو کې له ستونزو سره مخ دي.

د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د بغلان ولايت په ځينو سيمو کې هم سېلابونو راوتلي دي.

د بغلان د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مسوول نصير کهزاد وويل، چې د نهرين په ولسوالۍ کې د سېلابونو د راوتلو له امله يو تن مړ شوى، ١٠٠ څاروي له منځه تللي او نږدې ٥٠٠ جريبه ځمکه ويجاړه شوې ده.

نوموړي همدارنګه وويل، چې په دهنه غوري ولسوالۍ کې د يوه لومړني ښوونځي احاطه او نږدې ١٥٠ جريبه ځمکه او په دوشي ولسوالۍ کې درې کورونه او څه دپاسه سل جريبه ځمکه د سېلابونو له امله ويجاړه شوې ده.