منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۲ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

په ترافيکي پېښه کې يو تن مړ او ٧ ټپيان شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۰ کتنې

غزني ښار (پژواک ٩ غويى ٩١): په غزني ښار کې نن له غرمې مخکې په يوه ترافيکي پېښه کې يو تن  مړ او ٧ نور ټپيان شول.

د غزني د ترافيکو مدير محمدالله احمدي د غويي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې مخکې يوولس بجې د ښار د کوشک په سيمه کې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې له خواجه عمري ولسوالۍ څخه يوه را روان کرولا موټر په ياده سيمه کې له يوه زرنج موټرسايکل سره ټکر وکړ.

نوموړى وايي، چې په دې پېښه کې يو تن مړ او ٧ نور ټپيان دي، چې د غزني ملکي روغتون ته وړل شوي دي.

د ملکي روغتون رييس ډاکتر بازمحمد همت پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته يو مړى او پنځه ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.