سمنګان (پژواک ٩ غويى ٩١): د بلخ په خلم ولسوالۍ کې عينى شاهدان وايي، چې د کابل-مزار شريف لويې لارې ته څېرمه يو غر د سړک پر لور د ښويېدو په حال کې دى.
د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد، چې د ولايتي چارواکو له يوه پلاوي سره يې نن مازيګر ٤ بجې له سيمې څخه کتنه کړې وه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تردې مهال غر سل متره د سړک پر لور راغلى دى.
د سيمې د خلکو په وينا، د غر ښويېدنه نن له ماسپښين وروسته شاوخوا ٣ بجې پيل شوې ده.
د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد د معلوماتو له مخې، غر شاوخوا ٢٠٠ متره له سړک څخه واټن درلوده، خو اوسهال سل متره پاتې دى.
نوموړي وويل، که د غره ښويېدنه دوام وکړي، نو ښايي تر راتلونکو ٢٤ ساعتونو د کابل-مزار شريف لويه لاره بنده شي، چې خلاصول به يې له وسې وتې وي.
ده وويل، چې په سيمه کې خلک نه اوسېږي.
د خلم ولسوالۍ د صياد سيمې يوه اوسېدونکي محمد اسماعيل پژواک ته وويل، چې د تاشقرغان تنګي د تکه زار په نوم د غره شګې او تېږې له ماسپښين راهيسې د راپرېوتو په حال کې دي.
د کابل-مزار شريف پر لويه لار د ٣٠٣ بس موټرچلوونکي خليفه غازي محمد، چې له مزار څخه د کابل پر لور روان او نيم ساعت مخکې له سيمې څخه تېر شوى و، په سمنګانو کې پژواک ته وويل، چې د غره ښويېدنه يې په خپلو سترګو وليده.
غازي محمد وويل، چې د لارې احتمالي بندېدو اندېښمن کړى دى؛ ځکه چې تر هغه مهاله غر شاوخوا ٥٠ متره له خپل موقعيت څخه سړک ته رانږدې شوى و.










