پلخمري (پژواک ١٠ غويى ٩١): د سالنګ لويه لاره چې د کنګل او سړک د خرابوالي له امله له تېرې غرمې راهيسې تړل شوې وه، د ټرافيک پرمخ پرانيستل شوه.
د فوايد عامې وزارت مرستيال احمدشاه وحيد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه لويه لاره د فوايد عامې وزارت او د سالنګونو د ساتنې او څارنې د موظفينو د هڅو په پايله کې، نن د ټرافيکو پر مخ خلاصه شوه.
نوموړي د دې لارې د بندېدو اصلي لامل د ملي اردو د کاروان، چې بې له اجازې او بې همغږۍ د شمال له لوري سوېل خوا ته تېرېده، وباله.
هغه زياته کړه، کله چې د ملي اردو کاروان غوښتل له لويې لارې تېر شي، له مهال وېش سره سم له سوېل نه شمال ته د باروړونکو موټرو د حرکت اجازه هم ورکړل شوې وه، چې د تونل په اوږدو کې د باروړونکو موټرو شتون د لارې د بندېدو لامل شو.
وحيد زياته کړه، له تېرې ورځې راهيسې په سالنګونو سخته واوره ورېده او د ملي اردو موټر، چې ډېريو يې چينونه نه درلودل، په لويه لاره کې ولاړ وو.
خو سرچينې زياته کړه، چې د ډېرو هڅو په پايله کې يې وکړاى شول، د موټرو د تګ راتګ لپاره لاره خلاصه او د سالنګ دواړو خواوو ته د موټرو ګڼه ګوڼه کمه کړي.
د پروان ولايت د خنجان ولسوال فضل الرحمن رحمتي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ټاکل شوي پروګرام له مخې موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي.
هغه وويل چې د دې پروګرام له مخې، کله موټر له شمال نه سوېل ته او کله هم له سوېل نه شمال ته د تېرېدو اجازه لري.










