منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۳ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ د ولايتي سياليو په لړ کې کندهار جوزجان ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

کابل (پژواک ١٠ غويى ٩١): د ولايتي کرکټ سياليو په لړ کې د کندهار ولايت لوبډلې، جوزجان ته په ماتې ورکولو سره د لومړۍ درجې لوبډلو پړاو ته لاره وموندله.

د کرکټ د دويمې درجې ولايتونو دغه سيالۍ له تېرو دوو اونيو راهيسو د کابل او ننګرهار د غازي امان الله خان په نړيوالو لوبغالو کې روانې دي، چې په کې ٢٠ لوبډلو برخه اخيستې  ده.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د غويي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د کابل په لوبغالي کې د کندهار او جوزجان لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه.

هغه زياته کړه، چې د کندهار لوبډلې لومړى لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو يې ٢٩٧ منډې جوړې کړې او جوزجان ته يې د ٢٩٨ منډو هدف وټاکه.

د وفا په وينا، د کندهار له لوري شوکت زمان ٦٥، سرداري ولي ٥٥، حفيظ ٣٨ او نسيم خان ٣١ منډې جوړې کړې.

نوموړى وايي، چې د جوزجان لوبډلې دغه هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ١١٩ منډو وسوځېدله.

د هغه په وينا، د کندهار له لوري نسيم خان پنځه او نويدالحق څلور لوبغاړي وسوځول.

نسيم خان د دې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د کندهار د لوبډلې روزونکي حاجي ولي امين د خپلې لوبډلې ستاينه وکړه او ويې ويل، چې په لوى توپير سره يې جوزجان ته ماتې ورکړه.

نوموړي پژواک ته وويل، چې لوبډلې يې د لوبې په هره برخه کې له ځانه ښه وړتيا وښوده.

د کندهار لوبډلې له دغې بريا سره د لومړۍ درجې ولايتونو پړاو ته لاره ومونده.