پلخمري (پژواک ١٠ غويى ٩١): د سالنګ لويه لاره د يخک او د سړک د خرابوالي له امله له تېرې غرمې راپه دېخوا تر اوسه د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
د بغلان د ترافيکو مدير سيدمحبوب سادات پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سالنګ دواړو خواوو زيات شمېر موټر ولاړ دي.
نوموړي نن (د غويي ١٠مه) له غرمې مخکې ١٠ بجې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لارې د بندېدو لاملونه په سالنګونو کې کنکل (يخک)، د ګالري خرابوالى او د باروړونکو موټرو ډېروالى دى، چې د نورو موټرو تګ راتګ يې له ستونزو سره مخ کړى دى.
سرچينې زياته کړه، چې له بغلان او پروان ولايتونو نه سالنګ ته مرستندويه ټيمونه لېږل شوي او د ګڼې ګوڼې د کمولو په حال کې دي، څو ژر تر ژر لاره خلاصه شي.
مسافر او چلوونکي هم د لارې له بندېدو شکايت کوي او وايي، چې يو شمېر مسافر په دې موده کې له روغتيايي ستونزو سره مخ شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ټېلر موټر چلوونکي محمدعظيم پژواک ته وويل: “نور موټر له تېرې غرمې راپه دېخوا بند پاتې دي، خو زه درې ورځې کېږي، چې په شمالي سالنګ کې ولاړ يم.”
د بغلان د خنجان ولسوال فضل الرحمن رحمتي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې ورځې راپه دېخوا نږدې ٢٠ مسافر د سړې هوا او لوږې له امله په شمالي سالنګ کې للمه يي روغتون ته وړل شوي دي.
د هغه په وينا، دغه کسان د لارې بندېدو او سړې هوا له امله له روغتيايي ستونزو سره مخ شوي وو، چې له درملنې وروسته رخصت شوي دي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې سرپرست محمدظاهر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې موټر په تاجيکان او ملخان برخو کې ولاړ دي.
نوموړي وويل، چې د ناټو او نورو اکمالاتي موټرو شتون او د سړک کنګل کېدل د لارې د بندېدو اصلي لاملونه دي.
سرچينې د لويې لارې د خلاصېدو د کره وخت په اړه څه ونه ويل.










