هرات ښار (پژواک ١٠ غويى ٩١): د زرنج- هرات د لويې لارې په اوږدو کې د ترافيکي پېښې له امله اته تنه مړه او دوه نور ټپيان شول.
د هرات ولايت د پوليسو مطبوعاتي مسوول سمونوال نورخان نېکزاد، نن (د غويي ١٠مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، يوه سراچه ډوله موټر چې له زرنج څخه هرات ته روان و، د دغه ولايت د ادرسکن ولسوالۍ په مربوطاتو کې له يوه ٣٠٣ موټر سره ټکر وکړ.
نوموړي وويل، چې په دغې پېښه کې د سراچه ډوله موټر اته سپرلۍ، چې په کې يوه ښځه، يو نارينه او شپږ ماشومان چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي، مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.
نېکزاد زياته کړه، چې ټپيان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په ياد روغتون کې موظف ډاکټر برکت الله محمدي پژواک ته وويل، چې يوه ١١ کلنه او بله ځوانه نجلۍ چې په پېښه کې ټپيانې شوې، ياد روغتون ته رالېږدول شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ١١ کلن ماشوم روغتيايي حالت نازک دى.
ډاکټر محمدي د ټپيانو د خپلوانو له قوله وويل، چې هغوى له ايران څخه نيمروز ته راستانه شوي وو او هرات ته تلل.










